ازاد کپ نړيوالو سياليو کې افغانستان دويم ځای خپل کړ

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان په ۱۹ کسیز لوبډله کې تنکيو ځوانانو هم برخه اخیستې و

افغان لوبغاړو د ۲۰۱۵ کال د ازاد کپ په نړیواله لوبه کې چې په ایران کې جوړه شوې وه، دویم ځای خپل کړ.

په دغه سیالۍ کې د څوارلسو اروپايي او اسیايي هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و.

د افغانستان د رزمي لوبو لسګونه مینه وال د کابل په هوايي ډکر کې د خپلو مډال راوړونکو لوبغاړو هر کلي ته راغونډ شوي وو.

۱۹ افغان لوبغاړو په ایران کې د ۲۰۱۵ کال د ازاد کپ په نړیواله لوبه کې ګډون کړی و.

په دغه سیالۍ کې افغان لوبغاړو د کیک بوکسېنګ په برخه کې ۴ د سرو زرو، ۳ د سپنیو زرو او ۱۶ د برونزو مډالونو په ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو دویمه درجه اتله لوبډله شوه.

افغان لوبغاړو په دغه سیالۍ کې د جیتسو لوبې په برخه کې هم ۳ د سرو زرو، څلور د سپینو زرو او اوه د برونزو مډالونه هم راوړي دي.

د افغانستان د رزمي لوبو د فدراسیون مشر نورالله شاه رخي وايي، دغه سياليو چې د ډسمبر مياشتې پر ۱۵ پيل شوې وې تر ۱۹ نېټې دوام وکړ.

د ازاد کپ په سږنیو سیالیو کې افغان لوبغاړو خپل ارمنستاني، ترکي، عراقي او ایراني سیالانو ته ماتې ور کړه.

د ۲۰۱۵ کال د ازاد کپ د سیالیو دویمه پوړۍ اتل عنایت الله عمري وايي، په د ازاد کپ په سږنیو سیالیو کې د افغانستان د دویم مقام ګټل د دغه هېواد لپاره ارزښتمن دي.

دی وايي "په دغو سیالیو کې افغان لوبغاړو ښې لاسته راوړنې لرلې او په لوبو کې ښه وځلېدل. زه د خپلو لوبغاړو له ښو لوبېدو خوشاله شم."

د افغانستان په ۱۹ کسیز لوبډله کې تنکيو ځوانانو هم برخه اخیستې وه.

د ۲۰۱۵ کال د ازاد کپ نړیوالې سیالۍ د ایران په پلازمېنې تهران کې جوړې شوې وې.