د سويلي اسيا فوټبال لوبو کې افغانستان بوټان ټيم ته ماته ورکړه

Image caption افغان لوبډله تر ډېره پر لوبې واکمنه وه او د لوبې ۷۶ سلنه توپ يې په واک کې و

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي د سویلي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې نن له بوټان لوبډلې هم خپله لوبه وګټله او د ۳- ۰ پر وړنداې يې نوموړې لوبډلې ته ماته ورکړه.

افغان لوبډلې په پنځلسمې او ۴۳ دقیقو کې یې دوه ګولونه وکړل.

د لوبې لومړۍ نیمايي د افغانستان په ۲ او د بوټان په صفر ګول سره پای ته ورسېده.

د لوبې په اوله نیمايي کې لومړی ګول خیبر اماني او دویم هم مسیح صیغاني وکړ.

افغان لوبډله تر ډېره پر لوبې واکمنه وه او د لوبې ۷۶ سلنه توپ د افغانستان او ۲۴ سلنه د بوټان لوبډلې په واک کې و.

افغان لوبډلې په دویمه نیمايي کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او د لوبې په ۵۴ دقیقه کې خیبر اماني یو ځل بیا وتوانېد چې د افغانستان په ګټه یو بل ګول هم ووهي.

تر دې مهاله د دې سیالیو تر ټولو ډېر ګولونه هم خیبر اماني تر سره کړي دي، چې دریو ته رسیږي.

افغان لوبډلې یو شمېر فرصتونه له لاسه هم ورکړل. خو مقابلې لوبډلې یې افغان ګول ته کوم جدي ګواښ ونه کړ او تر ډېره پر خپله ځمکه لوبېدل.

وړاندې تر دې افغانستان نسبتا پیاوړې د بنګله دیش لوبډلې ته ۴ـ ۰ ماتې ورکړې وه.