د السلوادور فوټبال لوبډلې پخوانی غړی په ډزو وژل شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر الفریدو لوبو کې د ټګي برګي کولو له کبله لوبو کې د برخې نه اخیستو بندیز لګېدلی و

السلواډور کې چارواکي وايي، د دغه هېواد د ملي فوټبال لوبډلې پخوانی غړی الفریدو پاچیکو په ډزو وژل شوی دی.

ویل کېږي په سانتا انا ښارګوټي کې، چې له پلازمېنې سان سلوادور نه ۷۶ کیلومتره لرې دی، یو سړی د ۳۳ کلن لوبغاړي خوا ته ورغي او په هغه یې څو ډزې وکړې.

پولیس وايي، برید کې دوه نور کسان هم ټپیان شوي دي. دوی وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

نوموړی مدافع لوبغاړی و او ۲۰۱۳ کال کې پرې د ټګي برګي کولو له کبله د ټول عمر لپاره لوبو کې د برخې نه اخیستو بندیز لګېدلی و.

نوموړی او یو شمېر نور ملګري لوبغاړي یې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ په لوی لاس د یو شمېر لوبو بایللو بدل کې د بډو اخیستو په تړاو رسماً تورن شوي وو.

تر کلونو پورې السلواډور چې مرکزي امریکا کې یو کوچنی هېواد دی د نړۍ له هغو هېوادونو یو بلل کېږي، چې د وژنو کچه پکې خورا لوړه ده.

له دې مخکې روانه میاشت کې د هنډوران یو ۲۶ کلن نړیوال لوبغاړی ارنولډ پیرالتا په خپل پلرني ښار کې د رخصتیو تېرولو پر مهال په ډزو وژل شوی و.