افغان لوبغاړي نېکپا له ۱۳ میاشتني اعتراض وروسته هېواد ته ستون شو

له المپیک لوبو د افغانستان لومړنی مډال ګټونکی لوبغاړى روح الله نېکپا په بهر کې تر ۱۳ میاشتو اوسېدو وروسته هېواد ته ستون شوی. د ښاغلي نېکپاه په ټکو د افغانستان تکواند فدراسیون او المپیک ملي کمېټه کې د کمزوري مدیریت او تبعیض، له امله له افغانستانه و تلى وو.

د افغانستان دا وتلی تکواندوکار وایي، د افغانستان په دغو ورزشي بنسټونو کې د 'ستونزو' تر حل کېدو وروسته یې پرېکړه وکړه افغانستان ته راشی او پرون کابل ته ورسېد.

نېکپا بي بي سي ته وویل: ''ما د اعتراض په ډول زموږ په فدراسیون کې د رامنځته شویو ستونزو له امله هېواد پرېښی وو. نو د خدای شکر دی چې زموږ نوی رییس نجیب الله سکندر ټاکل شوی او هیله من یم چې د المپیک ملي کمېټه کې له راغلو بدلونونو سره نور داسې ستونزو سره مخ نه شوو.''

په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې د المپیک سیالیو د برونز مډال ګټونکی هیله من دی چې د المپیک ملي کمېټه او تکواندو فدراسیون کې د وضعیت له ښه کېدو سره وکولی شي د المپیک په راتلونکو سیالیو کې برخه واخلي.

وړاندې د المپیک ملي کمېټې چارواکو ویلي وو چې ښاغلي نېکپا په نیوزېلنډ کې د پناه غوښتنه کړې، خو هغه له بي بي سي سره په خبرو کې دا خبره رد کړه او ویې ویل چې له پناه غوښتنې پرته کولی شي په هر هېواد کې ژوند وکړي، خو دی نه غواړي له افغانستانه بهر واوسي.

ښاغلي نېکپا وویل، وړاندې بیلابېلو هېوادونو ده ته وړاندیز کړی وو چې ورشي او د هغوی لخوا په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي، خو ده نه ده منلې.

دی وایي، بهر ته د تګ علت یې هم د هېواد د ورزشي چارواکو پروړاندې اعتراض وو او ټینګار یې وکړ چې هېڅکله به خپل هېواد پرېنږدي.

د افغانستان دې وتلي لوبغاړي په ۲۰۱۳ کال کې په نړیوالو لوبو کې له ګډون څخه ډډه وکړه، خو اوس له دولته غواړي چې د لوبغاړو ملاتړ وکړي.