د سويلي اسيا فوټبال سياليو کې افغانستان دوهم ځای خپل کړ

د انځور حقوق .
Image caption د سويلي اسيا سياليو تېره اتلولي افغانستان ګټلې وه

د سويلي اسيا د فوټبال سياليو پايلوبه د هند او افغانستان تر منځ د دوه يو پر وړاندې د هند په ګټه پای ته ورسېده.

افغانستان په دغو سياليو کې دوهم ځای خپل کړ.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې هېڅ کومه لوبډله په دې و نه توانېده چې ګول وکړي.

افغان لوبډلې لپاره په دوهمه نيمايي کې زبير اميري لومړی ګول وکړ خو څو دقيقې وروسته د هند جي جي هم ګول وکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې دوهمه نيمايي د ۱ -۱ پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده او دواړو لوبډلو ته پنځلس پنځلس دقيقې اضافه وخت ورکړل شو.

په اضافي وخت کې سونيل چهتري و توانېد د هند لوبډلې لپاره دوهم ګول وکړي. بل خوا افغان لوبډلې د ګول هڅه کوله خو د لوبې تر پايه و نه توانېدل چې ځانګړې لاسته راوڼه ولري.

د لوبې له پیل کېدو وړاندې افغان لوبډلمشر فیصل ښایسته بي بي سي ته ويلي وو

"سیالي اسانه نه ګڼل کېږي، خو موږ هڅه کوو، ښه پایله تر لاسه کړو. موږ پوهیږو، په افغانستان کې خورا ډېر خلک زموږ ملاتړ کوي، موږ هڅوي او دغه چاره زموږ لوبغاړو ته نوره انرژي ورکوي، چې بیا اتلولي خپله کړي".

د افغانستان او هند تر منځ د لوبې بهير

د دغو سياليو په ترڅ کې افغان لوبډلې سريلانکا، بنګله ديش، بوټان او مالديپ هېوادونو ته ماتې ور کړې وه.

د ۲۰۱۱ کال سیالۍ د هند او د ۲۰۱۳ کال د افغانستان په ګټه پای ته رسېدلې وې.

د نننۍ لوبې سره افغانستان او درې ځله په پايلوبه کې له يو بل سره مخامخ شوي دي

دا د جنوبي اسيا سياليو کې د افغانستان وروستی لوبه وه، ټاکل شوې له دې وروسته به افغانستان د منځنۍ اسيا سياليو کې برخه اخلي.

په دغو سياليو کې به افغانستان، ايران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان ګډون کوي.

ورته مطالب