کرېکټ: زمبابوې له افغانستان په ۶۵ منډو لوبه وګټله

د انځور حقوق ACB
Image caption تراوسه په دغو سياليو کې دوې لوبې افغانستان او دوې زمبابوې ګټلې دي

د افغانستان کرېکټ بورډ په کوربه توب متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵ یو ورځنیو سیالیو د لړۍ څلورمه لوبه زمبابوې په ۶۵ منډو وګټله.

زمبابوې د پچې په ګټلو سره لومړی د منډې وهلو پرېکړه وکړه او افغانستان ته يې د ۲۲۷ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبغاړي په دې و نه توانېدل چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او په ۴۵ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره محمد شهزاد ۴۵، حشمت الله شاهدي ۳۱، ميرويس اشرف ۱۸، دولت ځدراڼ ۱۶ او رشيد خان ۱۰ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې لپاره کرېمر ۳۸ منډې جوړې کړې او چمو چيبابا څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د پنځه يو ورځنيو سياليو د لړۍ دوې لوبې افغانستان او دوې زمبابوې ګټلې دي.

که هره کومه ډله راتلونکې لوبه چې د جنورۍ پر شپږمه د چهارشنې په ورځ ده، وګټي هغه به د دغو اتلوليو ګټونکې وي.

ورته مطالب