افغانستان زمبابوې ته د ١٨٨ منډو هدف ورکړ

د انځور حقوق ACB

حمزه هوتک د زمبابوې پنځم لوبغاړى وسوځولو

زمبابوې په ١٥ کې١٢٩ رنزونه جوړ کړي دي

د زمبابوې څلورم لوبغاړى په ٩٥ رنزونو وسوځېد

د نهه اورونو لوبه پوره شوه زمبابوې ٧٣ رنزونه جوړ کړي

د زمبابوې دريم لوبغاړى وسوځېد

د زمبابوې دويمه وکټه وسوځېدله، د دريم اور لوبه شوې او ٣٢ رنزونه يې جوړ کړي

زمبابوې دوو اورونو کې ٢٥ رنزونه جوړ کړي

زمبابوې لومړني اور کې درې رنزونه جوړ کړي

زمبابوې يوه وکټ له لاسه ورکړه

زمبابوي لوبه پيل کړه

افغانستان زمبابوې ته د ١٨٧ رنزونو هدف وټاکلو. د افغان ټيم اوه لوبغاړي سوځيدلي

دافغانستان توپ وهنه ترډيره ښه بلل کيږي،

محمد نبي او گلبدين نايب لوبه کوي

د څوارلسم اور لوبه روانه ده

افغانستان څلور وکټې له لاسه ورکړې

افغان ټيم يوولسو اورونو کې ٩١ رنزونه جوړ کړي

افغانستان نه اورونو کې ٧٧ رنزونه جوړ کړي

اصغر ستانکزى وسوځيد

اصغر ستانکزى توپ وهنې ته راغى

د اوم اور لوبه بشپړه شوه افغانستان ٦٣ رنزونه جوړ کړي اويو لوبغاړى يې سوځېدلى دى

محمد شهزاد ٣٣ رنزونو جوړولو وروسته وسوځيد

د افغانستان منډې٦١ بې له کوم تاوان څخه

افغانستان پنځو اورونو کې ٥٠ رنزونه پوره کړل

پنځم اور کې افغانستان ٤٢ رنزونه جوړ کړي او يو لوبغاړى يې هم نه دى سوځېدلى

افغان لوب ډلې د پچې له گټلو وروسته خپل د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان په خپل ټيم کې درې بدلونونه راوستي. عثمان غني او محمد شهزاد د افغانستان له لوري توپ وهنه پېل کړې ده.