پلاټیني د فیفا مشرتابه له سیالۍ بهر شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption زه له نورو سیالانو سره د برابرۍ پر بنسټ مقابله نه شم کولای میشل پلاټیني

د اروپايي فوټبال فدراسیون ( یوییفا ) پخوانی مشر میشل پلاټیني، چې له دندې لرې کړل شوی وايي، راتلونکې میاشت د فیفا مشرتابه ټاکنو کې برخه نه اخلي.

د فیفا پخوانی مشر سیپ بلاټر، چې هغه هم له دندې لرې شوی او میشل پلاټیني د فوټیال نړیوالې شوار د اخلاقو جرګه ګۍ له لوري د اتو کلونو لپاره د فوټبال اړوند چارو کې له برخې اخیستو منع شوي دي.

پر بلاټر او پلاټیني تور دی، چې ۲۰۱۱ کال کې یې په غیر قانوني توګه پېسې اخیستې او له اخلاقي اصولو یې سرغړونه کړې.

دوی استناف غوښتنه کوي، خو پلاټیني وايي، که د فبرورۍ په ۲۶ ټاکنې کېږي، معانا یې دا ده، چې دی پکې برخه نه شي اخیستی.

د ایسوسیټډپریس خبري اژانس په رپوټ کې د ۶۰ کلن فرانسوي پلاټیني له قوله ویل شوي، چې د فیفا مشرتابه له سیالیو لاس پر سر کېږي:

''دا زما لپاره ښه وخت نه دی، زه له نورو سیالانو سره د برابرۍ پر بنسټ مقابله نه شم کولای، ما ته لوبې کې د برخې اخیستو فرصت نه دی راکړل شوی، په مخه دې ښه فیفا، په مخه دې ښه، د فیفا مشرتوبه! ''

پلاټیني د اروپايي فوټبال سازمان د مشرتابه شورا کې له ۲۰۰۷ راهیسې شامل و او نوموړي د فیفا مشرتوب لپاره خپل نوم ثبت کړی و، خو د دندې ځنډېدو له کبله هغه نه شي کولای سیالي کې برخه واخلي.