افغان کرېکټ الف لوبډلې زمبابوې ته ماته ورکړه

د انځور حقوق ACB

د افغانستان الف لوبډلې په خپله دوهمه يوه ورځنۍ لوبه کې د زمبابوې الف لوبډلې ته ماته ورکړه.

دغه لوبې د افغانستان کرېکټ بورډ په کوربه توب هند کې ترسره شوې.

پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

زمبابوې په ۲۶ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۱۵ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۴ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ، نجيب ترکي ۱۲۶ او عمران جنت ۴۳ منډې جوړې کړې.

له افغان لوبډلې عبدالله عادل ۴ او جاويد احمدي ۳ وېکټې واخيستي.

نجيب ترکی د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

بله لوبه: د ۱۹ کلنو نړيوالو اتلوليو کې افغانستان کاناډا ته ماته ورکړه

د انځور حقوق ACB

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د روانو نړيوالو اتلوليو په لړ کې د کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه او خپل ګروپ کې يې درېم مقام خپل کړ.

د نننۍ لوبې پچه کاناډا وګټله او لومړی يې د توپ وهلو پرېکړه وکړه.

د کاناډا ۱۹ کلنو لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو، افغانستان ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبه په بنګله دېش کې ترسره شوه.

له افغان لوبډلې مسلم موسی ۳، شمس الرحمن ۳، راشد ارمان ۲ او طارق ستانکزي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

افغان منډې جوړونکي هم ښه وځلېدل او په ۲۵ اوورونو کې يې ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله، له دوی طارق ستانکزي ۵۱ او احسان الله ۳۱ منډې جوړې کړې.

طارق ستانکزي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.

ورته مطالب