کرېکټ: محمد نبي د کوټې لوبډله بري ته ورسوله

د انځور حقوق PSL
Image caption د دغې لوبې پچه کوټې ګلډي اېټرز لوبډلې ګټلې او لومړی يې د توپ اچولو پرېکړه کړې وه

د متحده عربو اماراتو په دوبۍ ښار کې د پاکستان سوپر ليګ سياليو په ترڅ کې د کوټې ګلډي اېټرز ټيم د لاهور قلندرز لوبډلې سره د يوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې په دو وېکټو ماته ورکړه.

د دغې لوبې پچه کوټې ګلډي اېټرز لوبډلې ګټلې او لومړی يې د توپ اچولو پرېکړه کړې وه.

لاهور قلندرز لوبډلې د کوټې ګلډي اېټرز ته په ۲۰ اوورونو کې د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه چې د کوټې لوبډلې په وروستي توپ دغه هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

کوټې د لوبې ګټلو لپاره په وروستي اوور کې ۱۵ منډو ته اړتيا لرله، افغان لوبغاړي محمد نبي د دوو څلوريزو او يوې شپږيزې په وهلو سره خپله لوبډله کاميابۍ ته ورسوله.

محمد نبي په ۱۲ توپونو کې دوې شپږيزې او درې څلوريزې ووهلې.

د کوټې لپاره بسم الله خان ۵۵، کيون پټرسن ۳۴ او سنګاکارا ۳۷ منډې جوړې کړې.

د لاهور قلندرز لوبډلې له خوا احسان عادل د کوټې څلور لوبغاړي وسوځول او د نوموړې لوبډلې لپاره اظهر علي۶۱، کرېس ګېل ۶۰ او عمر اکمل ۵۵ منډې جوړې کړې.

تر دې وړاندې لاهور قلندرز په ۲۰ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱ منډې جوړې کړې وې چې په دغو سياليو کې تر ټولو زياتې منډې وې.

ورته مطالب