کرېکټ: عربي اماراتو افغانستان ته ماته ورکړه

د انځور حقوق ACB

د اسيا کرکټ اتلولۍ ته د لار موندنې په لومړنۍ سيالۍ کې متحده عربي اماراتو افغانستان ته په ١٥ منډو ماتې ورکړه.

د متحده عربي اماراتو ټيم د ټاس يا پچې له گټلو وروسته خپله د توپ وهنې پرېکړه کړې وه او په ټاکلو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د يو ١٧٦ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري راشدخان درې وکټو اخېستو سره تر ټولو بريالى توپ اچوونکى و. د افغانستان لخوا د توپوهنې پيل سم نه و، او په پيل کې يې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړ. د افغانستان له لوري کريم صادق تر ټولو زياتې منډې ٧٢ جوړې کړې. خو دې رنزونو سره سره افغانستان ونه کړى شول برى ترلاسه کړي او ټوله لوب ډله يې په ٢٠ اور کې د ١٦٠ رنزونو جوړولو وروسته وسوځېدله. دافغانستان بله سيالي به سبا ته عمان سره وي.

د لار موندنې دې پړاو کې افغانستان، متحده عربي امارات، هانگ کانگ او عمان برخه لري . دې څخه چې هر ټيم په سر کې راځي هغه به د اسيا د اتلولۍ په لوبو کې برخه اخلي. ددې لوبو لومړنۍ سيالي به د د فرورۍ په ٢٤ مه نېټه د بنگله ديش او هندوستان ترمنځ وي.

دې سيالۍ کې سريلنکا له خپلې اتلولۍ دفاع کوي .

ددې سيالۍ فاينل به د مارچ په شپږمه نېټه ترسره کېږي.

تېر ځل افغانستان کوربه بنگله ديش ته ماتې ورکولو سره ډيرخلک حيران کړي و او دا ځل به هم افغانستان هيله لري چې ورته اغېز پرېږدي، خو دې لپاره به افغانستان ته عمان، عربي امارات او هانگ کانگ نه ميدان گټل وي.

دالومړى ځل دى چې د اسيا جام سيالۍ ٢٠ اوريز فارمېټ يا بڼې کې کېږي. د اسيا جام لومړنۍ اتلولي په ١٩٨٤ کال کې شوې وه.