کریکټ: افغانستان هانګ کانګ ته لویه ماتې ورکړه

د انځور حقوق ACB

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د اسيا کریکټ اتلولۍ ته د لار موندنې په خپلې دریمې سيالۍ کې هانګ کانګ لوبډلې ته په ستر توپیر ۶۶ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه یا ټاس هانګ کانګ وګاټه او افغان لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې ډېره تېزه لوبه پیل کړه. لوبډل مشر اصغر ستانکزی نن یو ځل بیا ښه وځلېد او ۴۹ منډې یې جوړ کړې. نجیب ځدراڼ هم تېزه لوبه وکړه او له ۶۰ منډو سره نا سوځېدلی پاتې شو.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې.

د هانګ لوبې پیل ډېر تیز وو، او خپل لومړۍ ویکټه یې په ۵۶ منډو له لاسه ورکړه. په توپ اچونې کې نبي عیسی خیل تر ډېر د هانکانګي لوبغاړو د منډو مخه ډب کړه او وتوانېد څلور مخالف لوبغاړي له مخې لېرې کړي.

راشد خان او دولت ځدراڼ هم دوه دوه لوبغاړي او شاهپور ځدارڼ یو لوبغاړی وسوځواه.

د هانګ کانګ لوبډلې ټول لوبغاړي د ۱۱۲ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او لوبه افغانستان په ستر توپیر وګټله.

که په بله لوبه کې عمان د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو آسیايي جام ته د افغان لوبډلې د وتلو امکان ډېر دی.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه عربي اماراتو ته بایللې وه خو دویمه هغه یې له عمان څخه وګټله.

د فبرورۍ پر ۲۰مه، د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د اسيا کریکټ اتلولۍ ته د لار موندنې په دویمه سيالۍ کې د عمان سیالې لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

وړاندې تر دې د عربي متحده اماراتو لوبډلې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د جمعې په ورځ (فبروري ۱۹مه)، د اسيا کرېکټ اتلولۍ ته د لارموندنې په لومړنۍ سيالۍ کې متحده عربي اماراتو افغانستان ته په ١٥ منډو ماتې ورکړه.

ددې سيالۍ فاينل به د مارچ په شپږمه نېټه ترسره کېږي.

تېر ځل افغانستان کوربه بنگله ديش ته ماتې ورکولو سره ډېر خلک حيران کړي و او دا ځل به هم افغانستان هيله لري چې ورته اغېز پرېږدي، خو دې لپاره به افغانستان ته له عربي اماراتو او هانگ کانگ نه ميدان گټل وي.

دا لومړى ځل دى چې د آسيا جام سيالۍ ٢٠ اوريز فارمېټ يا بڼې کې کېږي. د آسيا جام لومړنۍ اتلولي په ١٩٨٤ کال کې شوې وه.

ورته مطالب