بنګله دېش لوبډلې سريلانکا ته په ۲۳ منډو ماته ورکړه

Image caption تراوسه د اسيا کرېکټ اتلوليو په جدول کې بنګله دېش پر دوهم نمبر دی

د اسيا کرېکټ اتلوليو په ترڅ کې کوربه هېواد بنګله دېش، سريلانکا ته د ۲۳ منډو په توپير سره په زړه پورې ماته ورکړه.

د لوبې پچه يا ټاس د بنګله دېش لوبډلې ګټلې وه او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه.

بنګله دېش په ټاکلو شلو اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره مخالفې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف ټاکلی و، خو د سريلانکا لوبډله و نه توانېده چې دغه ټاکل شوی هدف پوره کړي.

سريلانکا په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ منډې جوړې کړې. د دغې لوبډلې لپاره چندي مل په ۵۳ توپونو کې ۳۷ منډې او جې سوريه د ۲۶ منډو په جوړولو سره وسوځېد. له دغو دواړو سربېره د سريلانکا کوم بل لوبغاړی ښه و نه ځلېد.

د بنګله دېش له لوبغاړو څخه امين الحسين درې، شکيب الحسن دوه، مرتضی او محمدالله يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

د بنګله دېش لوبډلې لپاره صابر رحمان په ۵۴ توپونو کې ۸۰ منډې، شکيب الحسن په ۳۴ توپونو کې ۳۲ او محمد الله په ۱۲ توپونو کې ۲۳ منډې جوړې کړې.

تر اوسه د دغو سياليو په ترڅ کې هند د دوو لوبو په ګټلو سره د جدول په سر کې او بنګله دېش په دوهم نمبر دی.

له دې وړاندې بنګله دېش له هند لوبډلې څخه ماته خوړلې، خو له متحده عربو امارتو يې لوبه ګټلې وه.

ورته مطالب