بنګله دېش لوبډلې پاکستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP

د اسيا کرېکټ اتلوليو په ترڅ کې د کوربه هېواد بنګله دېش او پاکستان تر منځ لوبه ترسره شوه او بنګله دېش په پنځو وېکټو ترې وګټله.

د نننۍ لوبې پچه پاکستان ګټلې او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړ کړې وه.

پاکستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته يې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېش لوبډلې په ۱۹ اوور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او پاکستان ته يې ماته ورکړه.

د پاکستان لوبډلې لپاره سرفراز په ۴۲ توپونو کې ۵۸ او شعيب ملک په ۳۰ توپونو کې ۴۱ منډې جوړې کړې.

بل خوا بنګله دېش ته، سوميا سرکار په ۴۸ توپونو کې ۴۸ منډې، محمد الله په ۱۵ توپونو کې ۳۱ او صابر په ۱۵ توپونو کې ۱۲ منډې جوړې کړې.

له بنګله دېش لوبډلې څخه ال امين حسين درې او عرفات سني د دوو لوبغاړو په سوځولو سره په زړه پورې لوبه وکړه.

دا د اسيا کرېکټ اتلوليو کې د پاکستان وروستۍ لوبه وه، او له دغه اتلوليو څخه بهر شو.

د اسيا کرېکټ اتلوليو په ترڅ کې هند د شپږو نومر په لرلو سره د جدول په سر کې دی او بنګله دېش دوهم ځای لري.

ورته مطالب