د کریکټ اتلولي: د افغانستان او سکاټلنډ لوبه

مهم ټکي

  • لوبه د افغانستان پر وخت په شپږو بجو پیلېږي
  • افغانستان په ب ګروپ کې دی چې نورې سیالۍ به یې له زمبابوې او هانګ ګانګ سره وي
  • افغانستان تر اوسه له سکاټلنډ سره ۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي چې ټولې افغانستان ګټلي
  • د افغان لوبډلی کپتان اصغر ستانکزی دی او روزنکی یې وتلی پخوانی لوبغاړی انضمام الحق دی
  • شل اوريزي نړيوالې اتلولۍ چې په ۲۰۰۷ پيل شوې وې دا څلورم ځل دی چې افغانستان په کې لوبېږي.
  • لومړی ځل ۲۰۱۰ د ويسټ انډيز، ورپسې ۲۰۱۲ د سريلانکا، ۲۰۱۴ د بنګلاديش او اوس د هند په کوربتوب په دې اتلوليو کې برخه اخلي.
  • په دې نړيوالو شل اووريزو اتلوليو کې ټول ۱۶ ټيمونه برخه لري.

ژوندی خبري پوښښ

د خپرېدو نیټه 8 مارچ 2016 - 18 کب 1394

د دغې ژوندي پوښښ د وروستي حال خپریدا اوس کار نه کوي