هند کې د افغانستان لوبډله د کریکټ ۲۰۱۶ کال سیالیو کې

د انځور حقوق afghan cricket board

ټیم: ''ب''

د لوبډلې غړي: افغانستان، هانګ کانګ، سکاټلنډ او زمبابوې

کپتان: اصغر ستانکزی

اصلي روزونکی: انضمام الحق

توپ وهونکي

د افغانستان په لوبډله کې توپ وهنه د ټیم پر کپتان اصغر ستانکزي، او مرستیال کپتان محمد شهزاد او عثمان غني پورې منحصره ده. خو مخکینی کپتان محمد نبي له ګلبدین نایب او سمیع الله شینواري سره ښه ځلېدلی دی.

توپ اچوونکي(بالران)

Image caption په بالېنګ کې د افغانستان د کریکټ لوبډلې وړتيا لوړه بلل کېږي. دغه لوبډله د حمید حسن او شاپور ځدراڼ په څېر تېز بالران لري.

په بالېنګ يا توپ اچوونې کې کې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې توان لوړ دی. دغه لوبډله د حمید حسن او شاپور ځدراڼ په څېر تېز بالران لري. دوی لوبې ته نوې ساه ورکوي.

دوی له دولت ځدراڼ سره کولی شي پرله پسې بالېنګ وکړي چې په یوه ساعت کې یې چټکوالی ۱۴۰ میلو ته رسېږي.

افغان لوبډلې وړاندې هم ښې لاسته راوړنې لرلې. ښکاري چې ''ب'' ټیم کې به افغانستان ښه وځلېږي.

ځلېدلی ستوری، ګلبدین نایب

ګلبدین نایب د افغانستان د ټیم ماشین ګڼل کېږي. د زمبابوې پر وړاندې په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هغه په ۸۲ منډو وتوانېد د افغانستان ټیم ته بریا ور په برخه کړي.

د افغانستان په روانو سیالیو کې د هغه لوبېدل هم ډېر مهم ګڼل کېږي.

نوی ځلېدلی ستوری راشد خان

راشد خان ۱۷ کلن دی چې په شل اوریزو نړیوالو اتلولیو کې تازه دمی او زلمی لوبغاړی دی. د تېر کال په اکتوبر کې راشد خان د لوبې ډګر ته راودانګل. په ډېر لنډ وخت کې د هغه ځلېدل د حیرانتیا وړ خبره وه. هغه په اوو لوبو کې لوبېدلی چې د مخالفې لوبډلې اته لوبغاړي یې سوځولي دي.

که چېرې راشد خان د تېرو لوبو په څېر ښه وځلېږي، او د هند له هوا سره اشنا وي، د افغانستان د لوبډلې په بریا کې به هم لوى رول ولوبوي.

د لوبډلې شپږیزه وهونکی نجیب الله ځدراڼ

نجیب الله ځدراڼ د افغانستان د لوبډلې له اصلي لوبغاړو دی. هغه فوق العاده تېز توپ وهونکی او بریدګر لوبغاړی دی. هغه چې په شل اوریزو سیالیو کې ګډون کړی، ۲۱ ځلې یې شپږیزې وهلې دي او ۱۸ ځلې یې څلوريزې اخیستي دي.

محمد نبي

د انځور حقوق
Image caption محمد نبي يو ښه توپ وهونکى او هم توپ اچوونکى يا بالر دى، چې تېر کې ډير ځلېدلى دى.

محمد نبي په تېرو کلونو کې د افغانستان د ټیم مهم لوبغاړی پاتې شوی. د هغه تر مشرۍ لاندې د افغان لوبډلې بریا په ۲۰۱۵ کال په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبډله د سکاټلنډ پر وړاندې بریا ته ورسېده.

ورته مطالب