۲۰ اووريزه کرېکټ: د افغانستان او هانګ کانګ تر منځ لوبه

مهم ټکي

  • لوبه د افغانستان پر وخت په شپږو بجو پیلېږي
  • افغانستان په ب ګروپ کې دی چې راتلونکې سیالي به یې له زمبابوې سره وي
  • د دغو سياليو په ترڅ کې افغانستان خپله تېره لوبه له سکاټلنډ څخه په ۱۴ منډو ګټلې وه.
  • د افغان لوبډلی کپتان اصغر ستانکزی دی او روزنکی یې وتلی پخوانی لوبغاړی انضمام الحق دی
  • شل اوريزي نړيوالې اتلولۍ چې په ۲۰۰۷ پيل شوې وې دا څلورم ځل دی چې افغانستان په کې لوبېږي.
  • لومړی ځل ۲۰۱۰ د ويسټ انډيز، ورپسې ۲۰۱۲ د سريلانکا، ۲۰۱۴ د بنګلاديش او اوس د هند په کوربتوب په دې اتلوليو کې برخه اخلي.
  • په دغو نړيوالو شل اووريزو اتلوليو کې ټول ۱۶ ټيمونه برخه لري.
  • د سياليو بل پړاو ته د وتلو لپاره بايد افغان لوبډله له هانګ کانګ او زمبابوې لوبه وګټي

ژوندی خبري پوښښ

د خپرېدو نیټه 10 مارچ 2016 - 20 کب 1394

د دغې ژوندي پوښښ د وروستي حال خپریدا اوس کار نه کوي