امنیتي اندېښنې:د پاکستان او هند لوبه کلکتې کې کېږي

د انځور حقوق Chippu Abraham
Image caption ويل کېږي دغه لوبه به د مارچ پر ۱۹ د کولکتې په ايډن ګارډن لوبغالي کې ترسره شي

د کرېکټ نړيوالې ادارې د ٢٠ اووريزو سياليو په ترڅ کې د پاکستان او هند تر منځ لوبه د دهرم شالې له لوبغالي کلکتې ته د لېږدولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر شهريار خان وايي کلکتې ته د لوبې د لېږدولو د پرېکړې سربېره به د نارينه وو او ښځينه وو لوبډلې په هغه وخت هند ته ځي چې د حکومت له خوا يې د امنيت ډاډ ورکړ شي.

د کرېکټ نړيوالې ادارې مشر، ډېوېډ رچرډسن، د دغې بدلون اعلان د چارشنبې پر ماښام نوي ډيلي کې يوې خبرې غونډې پرمهال وکړ.

نوموړی وايي چې دغه لوبه به د مارچ پر ۱۹ د کلکتې په ايډن ګارډن لوبغالي کې ترسره شي چې د دوی په اند تر ټولو غوره متبادل لوبغالی بلل کېږي.

ډېوېډ رچرډسن وايي، د دغه بدلون پرېکړه يې د پاکستان کرېکټ بورډ پر غوښتنې سربېره د ځينو نورو علتونو له امله کړې ده او په دې اړه يې د پاکستان کرېکټ بورډ ته هم خبر ورکړی دی.

د کړېکټ نړيوالې ادارې له خبري غونډې وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر شهريار خان ويلي، چې هند ته د پاکستاني لوبډلو لېږل يې ځنډولي دي.

شهريار خان ويلي، چې د هند د کرېکټ کلب مشر ششانک منوهر د ټيليفوني خبرو په ترڅ کې ورته ويلي چې په درم شاله کې لوبه ترسره کول مناسب نه دي، ځکه چې ځايي حکومت وايي د دغې لوبې د امنيت ضمانت نه شي ورکولی.

شهريار خان وايي چې د کرېکټ نړيوالې ادراې دغه پرېکړې مننه کوي، خو نوموړی ششانک منوهر او ډېوېډ رچرډسن ته ویلي چې په هند کې ځينې ګوندونه او ډلې هند ته د پاکستانۍ لوبډلې د تګ مخالفې دي او د هغوی له خوا ورته ګواښونه هم کېږي.

له دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت هم ویلي و چې تر هغه به هند ته خپله لوبډله نه استوي چې د هندي چارواکو له خوا ورته د ضمانت ډاډ نه وي ورکړ شوى.

ورته مطالب