افغانستان د کرېکټ مهمې سيالۍ کې زېمبابوې سره مخامخ کېږي

د شنبې په ورځ دمارچ په دولسمه دهندوستان په ناګپور ښار کې دکرکټ دنړیوال جام په ٢٠ اوریزو سیالیو کې افغانه لوبډله په دریمه لوبه کې له زیمبابوې سره دسیالۍ ډګر ته ورځي. دغه لوبه له دې امله دواړو ټيمونو ته ارزښت لري چې کولی شي دلوبې په ګټلو ددغه سیالیو دویم پړاو ته ورشي او د لسو غوره لوبډلو په منځ کې ولوبیږي .

ددې نه وړاندې دواړو ټيمونو خپلې سيالۍ گټلي اوڅلورڅلور پواينټونه لري. خو دزياتو منډو له امله افغان لوبډله مخکې ده.

د افغانستان دکرېکټ لوبډلې مشر، اصغر ستانکزي بي بي سي ته ویلي له زېمبابوې سره دلوبې لپاره کړې تیارۍ یې د ډاډ وړ دي. ستانکزی وايي زېمبابوې هم د افغانستان سیالۍ ته خواري کړې ده .

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان زېمبابوې ته په وروستېو مېاشتو کې د دواړو ټيمونوترمنځ سياليو کې ماتې ورکړې، خو روانو سياليو کې د زېمبابوې ټيم کې د پام وړ بدلونونه ليدل شوي دي.

زېمبابوې چې دا لږ پخوا یې افغانستان ته لوبې بایللي له روحي پلوه افغانه لوبډله پرې برلاسې ښکاري، خو دکرېکټ شنونکي وايي د زیمبابوې لوبډلې په دې وروستیو کې یو څه بدلون راوستى او په نړیوال جام سالیو کې دخپلې ګټې لپاره په بشپړه توگه خواري کوي .

د افغانستان دکرېکټ بورډ ویاند، فرید هوتک، چې په هندوستان کې له لوبډلې سره دی بي بي سي سره په خبرو کې ډاډ وښود چې زېمبابوې به افغانستان ته په لوبه کې کوم سرخوږی جوړ نه کړي. دهغه په خبره په دا تیره اونۍ کې چې نړیوال جام سیالیو کې افغانستان او زېمبابوې له نورو لوبډلو سره کومې لوبې کړي د افغانې لوبډلې ارزونه

ترې ښه یاده شوې، د کرېکت نړيوالې شورا ای سي سي دافغانستان توپ اچونه ستایلي او د افغانستان د منډو شمیره هم په دغه لوبو کې لوړه ده .

د انځور حقوق AFP
Image caption د چارشنبې په ورځ هانگ کانگ سره سيالۍ کې محمد نبي او نور سپېن يا رو توپ اچوونکي ښۀ ځلېدلي وو، او دا ځل هم ډير امکان دى چې افغان لورى به په سپېن بالرانو ډير حساب کوي.

خو که باران شي؟

د جمعې په ورځ د الف گروپ دوه لوبې د باران له امله اغېزمنې شوې دي . لومړې د هاليند او عمان ترمنځ سيالي ونه شوه او وروسته د بنگله دېش او ايرلينډ ترمنځ سيالي د باران له امله بشپړه نه شوه. او په دې توگه پواينټوه وويشل شول. دهندوستان په ځینو ښارونو کې د اورښتونو له امله ځینو سره د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د لوبې په اړه هم دباران اندیښنه شته چې لوبه به ونه شي.

د چهنديګړ مهالي لوبغالي کې باران يوه اونۍ مخکې له عمان سره د افغانستان دوستانه لوبه ودرولې وه ، خو دهند په ناګپور کې د راتلونکو څو ورځو لپاره دباران اټکل نشته .

خو بيا هم افغان کرېکټ بور‌ډ وايي که باران وشي او لوبه ونه شي افغانستان به دسیالیو دویم پړاو ته ځي ځکه چې دنوم لړ په سر کې یې نوم دی او د رنزونو رن ريټ یې هم تر نورو لوبډلو ښه دی .

دافغانستان او زیمبابوې لوبې ته ګڼ افغانان له نورو سیمو ناګپور ته رسیدلي چې د خپلې لوبډلې دا مهمه سيالي له ډگر څخه وگوري.