پاکستان هند ته د کرېکټ ټيم لېږلو پرېکړه وکړه

د انځور حقوق AFP

د پاکستان حکومت هندوستان کې د کرېکټ ٢٠ اوريزه نړيوالو سياليو کې د خپل هېواد لوبډلې ته د برخې اخېستو اجازه ورکړې ده.

د پاکستان د کورنېو چارو وزارت ويلي دي " دا پرېکړه يې د لوبغاړو او ليدونکو د امنيت په تړاود هندوستان د چارواکو له ډاډ وروسته کړې ده.

هندوستان ته د پاکستان د ټيم د تگ يا نه تگ موضوع هغه مهال راپورته شوه چې په درم شاله کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ کېدونکې لوبې پر مهال د امنيت په برخه کې پوښتنې مخې ته راغلې.

د انځور حقوق AP
Image caption ددې نه وړاندې د هندوستان د هماچل پردېش ايالت مشر وزير د پاکستاني لوبغاړو امنيت تضمينولو څخه ډډه کړې وه

ځايي چارواکو ويلي وو چې " هلته د پاکستان د لوبغاړو دامنيت خونديتوب نه شي تضمينولى". له دې وروسته پاکستان د کرکټ له نړيوالې شورا وغوښتل چې ددې لوبې ميدان بدل کړي او د هندوستان له حکومته يې غوښتي و چې د لوبغاړو د امنيت ډاډ ورکړي.

د لوبې د ځاى بدلولو او د هندوسستان د حکومت لخوا له ډاډ وروسته اوس د پاکستان لوب ډلې ته اجازه ورکړ شوې چې هندوستان کې د کرکټ روانو نړيوالو سياليو کې برخې اخيستو لپاره لاړ شي.