بنګله دېش د کرېکټ ۲۰ اوريزو سياليو دوهم پړاو ته لار ومونده

د انځور حقوق AFP
Image caption بنګله دېش به اوس له پاکستان، هند، استراليا او نيو زيلنډ د ټيمونو سره لوبه کوي

د نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې بنګله دېش عمان ته په ۵۴ منډو ماته ورکړه او د دغه سياليو دوهم پړاو ته يې لار وموندله.

د دغو سياليو په ترڅ کې به اوس بنګله دېش له پاکستان، هند، استراليا او نيو زيلنډ د ټيمونو سره لوبه کوي.

عمان لوبډلمشر د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

بنګله دېش په ۲۰ اوورونو کې ۱۸۰ منډې جوړې کړې خو د باران له امله دغه لوبه ۱۲ اوورونو ته رالنډه شوه. بنګله دېش په ۱۲ اوورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې جوړې کړې وې.

بل خوا عمان په ۱۲ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۶۵ منډې جوړې کړې او لوبه يې د بنګله دېش پر وړاندې وبايلله.

د بنګله دېش لپاره تر ټولو ښه لوبه تميم اقبال وکړه، نوموړي په ۶۳ توپونو د ۱۰ څلوريزو او ۵ شپږيزو په وهلو سره ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

د ياد شوي ټيم بل لوبغاړی صابر رحمان په ۲۶ توپونو د ۴۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

بل خوا د عمان لپاره جيتندر سېنګ په ۲۰ توپونو د ۲۵ منډو په جوړولو سره ښه لوبه وکړه.

د لوبې بشپړ تفصيل دلته لوستلی شئ

ورته مطالب