د کرېکټ د ٢٠ اوريزه نړيوال جام دويم پړاو نن پيليږي

د انځور حقوق Getty
Image caption لومړنۍ لوبه به د نيوزلينډ او هندوستان ترمنځ وي

د کرکټ د ٢٠ اوريزه نړيوالې اتلولۍ دويم پړاو نن د هندوستان او نيوزلېنډ ترمنځ لوبې سره پيليږي.

دا سيالي په ناگپو کې کېږي. که څه هم د نيوزلينډ اوسنۍ لوب ډله په هندوستان کې د لوبې ډيره تجربه نلري خو که په ټوله کې د ٢٠ اوريزه کرېکټ سياليو کې د دواړو هېوادو تېرو لوبو ته وکتل شي، د نيوزلينډ تله درنه ده.

تر دې دمه د هندوستان او نيوزلينډ لوب ډلې څلورو ٢٠ اوريزو لوبو کې مخامخ شوي او څلورو واړو کې نيوزلينډ برى ترلاسه کړى دى.

د٢٠١٦ کال اتلولۍ کې د هندوستان او نيوزلينډ ټيمونه په دويم گروپ کې دي. دې گروپ کې پاکستان ، بنگله ديش او د استراليا لوبډله هم شامله ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د لومړني گروپ لومړنۍ سيالي به سبا ته د افغانستان او سريلنکا ترمنځ وي.

په لومړي گروپ کې افغانستان، سريلنکا، انگلستان، ويسټ انډيز او د جنوبي افريقا ټيمونه شامل دي.

ددې گروپ لومړنۍ لوبه د پنج شنبې په ورځ د سريلنکا اوافغانستان ترمنځ په کلکتې کې ترسره کېږي.