نيوزيلنډ د کرېکټ اتلولۍ کې هند ته په ۴۷ منډو ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د نيوزيلنډ د لوبې پيل ښه نه و، خو وروسته وتوانېدل چې په لوی توپير هند ته ماته ور کړي

د کرېکټ د ٢٠ اووريزه نړيوالې اتلولۍ دويم پړاو لومړنۍ لوبې کې نيوزيلنډ هندوستان ته د ۴۷ منډو په توپير ماتې ورکړه.

نيوزيلنډ د پچې په گټلو سره په ٢٠ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٦ منډې جوړې کړې.

د نيوزيلنډ د لوبې پيل شپږيزې سره و، خو په دويم توپ يې لومړنى لوبغاړى وسوځېد. يو په بل پسې د لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته نيوزيلنډ يواځې د ١٢٧ منډو هدف وټاکلى شو.

کله چې د هندوستان لوبډله توپوهنې ته راغله د هغوي پيل هم ښه نه و او په پنځو منډو يې لومړنۍ وېکټه ولويدله.

هندوستان له دې وروسته په پر له پسې ډول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په دې ډول نيوزيلنډ په ۴۷ منډو برى ترلاسه کړ. دا ٢٠ اووريزه لوبو کې د هندوستان پر وړاندې د نيوزلينډ لومړنى برى نه دی.

د دې نه وړاندې هندوستان او نيوزيلنډ تر منځ څلورو لوبو کې مخامخ شوي او څلورو واړو کې نيوزيلنډ برى ترلاسه کړى و.

د ٢٠١٦ کال اتلولۍ کې هندوستان او نيوزيلنډ لوبډلې په دويم گروپ کې دي. دې گروپ کې پاکستان، بنگله ديش او استراليا هم شامله ده.

په لومړي گروپ کې افغانستان، سريلانکا، انگلستان، ويسټ انډيز او د جنوبي افريقا ټيمونه دي.

د دې گروپ لومړنۍ لوبه د انگلستان او ويسټ انډيز ترمنځ ده.

په دويم گروپ کې بله سيالي ته د بنگله ديش او پاکستان ترمنځ ده.

د افغانستان لومړنۍ سيالي به د پنجشنبې په ورځ له سريلانکا سره وي.

ورته مطالب