وېسټ انډيز انګلستان ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption کرېس ګېل د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو په ترڅ کې وېسټ انډيز انګلستان ته په ۶ وېګټو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه وېسټ انډيز وګټله او لومړی يې د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

انګلستان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

د وېسټ انډيز لپاره ډوين براو او انډرې رسل د انګلستان دوه دوه او سليمان بن يو لوبغاړی و سوځاوه.

په نړيوالو شل اووريزو سياليو کې د ۱۸۳ منډو هدف لوړ کڼل کېږي او داسې ښکارېده وېسټ انډيز به ونشي کړي دغه ټاکل شوې منډې پوره کړي.

خو کله چې کرېس ګېل لوبې ته راغي په ۴۸ توپونو يې د ۱۱ شپږيزو په وهلو سره سلييزه بشپړه کړه. دا په روانو سياليو کې په يوه لوبه کې په يوازې سر تر ټولو ډېرې شپږيزې دي.

د وېسټ انډيز لپاره بل لوبغاړي مارلن سميولز په ۲۷ توپونو کې د ۳۷ منډو جوړولو سره هم ښه لوبه وکړه.

کرېس ګېل د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د انګلستان لپاره ډېوېډ وېلي، رېس ټوپلي، عادل رشيد او معين علي يوه يوه وېکټه واخيسته.

د يادې شوې لوبډلې لپاره جو روټ ښه لوبه وکړه نوموړي په ۳۶ توپونو کې ۴۸ منډې جوړې کړې. جوز بټلر په ۲۰ توپونو کې ۳۰ او الېکس هېلز په ۲۶ توپونو کې ۲۸ منډې جوړې کړي.

د دغو سياليو دويم پړاو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سريلانکا سره لري.

ورته مطالب