کرېکټ: انگلستان جنوبي افريقا ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د انگلستان معين علي د جنوبي افريقا د هاشم امله له سوځولو وروسته

نن انگلستان پچه گټلې وه او خپله يې د توپ اچولو پرېکړه کړې وه، د جنوبي افريقا لوبه پيلونکو يا اپنرانو توده لوبه وکړه، هرې خواته يې څلوريزې او شپږيزې ووهلې.

په دې توگه يې په ټاکلو اورونو کې ٢٢٩ رنزونو جوړولو سره انگلستان ته د ٢٣٠ رنزونو هدف وټاکلو.

د انگلستان لوبه هم ډيره توده وه که څه هم د درې لوبغاړو سوځېدو وروسته يې توپوهنه په قرار شوه خو د روټ اوبټلر ملگرتيا يو ځل بيا د انگلستان بيټنگ چټک کړ او په دې ډول يې دا سيالي په دوه وکټو وگټله وگټله.

انگلستان ته ددې لوبې گټل له دې امله مهم و چې خپله لومړنۍ لوبه يې د ويسټ انډيز په وړاندې بايللې وه.

سبا ته به د پاکستان او هندوستان ترمنځ د نړيوال جام بله مهم سيالي ترسره کېږي.

د جنوبي افريقا بله سيالي به د يکشنبې په ورځ افغانستان سره وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د جنوبي افريقا هاشم امله اوو څلوريزو او درې شپږيزو سره خپله پنځوسيزه يا ففټي پوره کړه.