استراليا بنګله دېش ته په دريو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق Getty

د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې د دوهم ګروپ په يوه مهمه لوبه کې استراليا بنګله دېش ته په دريو وېکټو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه استراليا ګټلې او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه.

بنګله دېش په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې. په ځواب کې استراليا په ۱۹م اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکل شوی هدف پوره کړ.

د بنګله دېش لوبډلې لپاره محمد الله، حسن او محمد مېتون په ترتيب سره ۴۹، ۳۳ او ۲۳ منډې جوړې کړې.

په دغه لوبه کې د استراليا عثمان خواجه په ۴۵ توپونو کې د ۵۸ منډو په جوړولو سره تر ټولو ښه لوبه وکړه. پر ده سربيره ګلېن مکسوال ۲۶ او شېن واسټون ۲۱ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش ډګر ساتنه يا فيلډېنګ ښه نه و او دوې مهمې نيونې يا کچونه يې له لاسه ووتل. بل خوا د استراليا اډم زمبا د بنګله دېش ۳ او شېن واسټون ۲ لوبغاړي وسوځول.

تر دې واړندې پاکستان هم بنګله دېش ته ماته ورکړې وه.

سې شنبې (۲۲ مارچ) به د نيو زيلانډ او پاکستان تر منځ لوبه وي.

ورته مطالب