"افغانستان کولی شي د کرېکټ له مهمو لوبډلو سره يو ځای شي"

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان لوبډلې په تېرو څو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی دی

د افغان کرېکټ لوبډلې منېجر يا سمبالوونکی شير اغا همکار وايي که چېري د نورو لوبو فرصت او موقع ورکړل شي هېواد يې د دې توان لري چې د نړيوال کرېکټ له مهمو لوبډلو سره يو ځای شي او لوبه وکړي.

افغان لوبډلې د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو سياليو ته د لار موندنې په ترڅ کې خپلې ګروپ لوبې ګټلې وې، خو د دوهم پړاو سياليو کې يې تراوسه دوې لوبې ترسره کړې چې دواړه يې بايللې دي.

افغان لوبډلې د سريلانکا پر وړاندې ۱۵۳ او جنوبي افريقا پر وړاندې ۱۷۲ منډې جوړې کړې وې.

شير اغا همکار بي بي سي سپورت ته ویلي، تاسو ويني چې د تېرو شل اووريزو سياليو په پرتله لوبغاړي اوس ډېر ښه لوبېږي.

نوموړی وايي، "دا رښتيا ده چې موږ کومه لوبه نه ده ګټلې، خو موږ د دغو لوبو په ترڅ کې ډېر زړونه ګټلي دي، موږ په خواله رسنيو فېسبوک او ټوېټر ګورو. موږ وروستی لوبه وبايلله خو خلک بيا هم زموږ د ښې لوبې له امله خوشاله دي."

افغان لوبډله له اټکله ډېره ښه ځېلېدلې او د خلکو زړونه يې ترلاسه کړي، افغانستان دوې نورې لوبې په مخ کې لري چې يوه يې سبا چارشبنې له انګلستان سره ده.

شير اغا همکار وايي د "افغان لوبډلې وروستۍ لوبې ته په کتو دوی په بټېنګ پا توپ وهنې سربېره د کرېکټ په ټولو برخو کې ښه دي. افغان لوبغاړي داسې لوبه کوي چې هرڅه شوني دي. زموږ لوبډله نه اټکل کېدونکې ده، موږ هر څه کولی شو، زموږ تمرکز لږ ترلږه په يو ځل ګټلو دی چې هغه به له انګستان يا وېسټ انډيز څخه وي.

نوموړی وايي د افغان لوبډلې مقصد دا دی چې د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا د کرېکټ د دايمي غړو تر څنګ په جدي توګه واخستل شي.

شير اغا همکار د افغان لوبډلې وروستيو بریاو ته په اشاري سره وويل د زمبابوې پر وړاندې چې د کرېکټ دايمي غړی دی موږ دوه ۲۰ اووريزه او دوه یوه ورځني سريزونه ترسره کړي چې څلور واړه مو ګټلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان ځوان توپ اچوونکي راشد خان

يوزاې په يوه لوبه کې خپل ځان د دايمي غړي سره نه شئ پرتله کولی موږ له دغو لوبډلو سره سريزونو او نورو لوبو ته اړتيا لرو.

افغان لوبډلې زمبابوې او بنګله دېش ته له ماتې ورکولو وروسته اوس د انګلستان او وېسټ انډيز پر وړاندې بريا ته انتظار کوي.

که افغان لوبډله غواړي۵۰ اووريز نړيوالو اتلوليو کې برخه واخلي د نورو لوبډلو په څېر افغانستان ډېر کوښښ ته اړتيا لري، ځکه په ۲۰۱۹ کال کې په انګلستان کې ترسره کېدونکو لوبو کې به يوازې ۱۰ ټيمونه برخه اخلي.

په دې اړه د افغان ټيم سبمالوونکی وايي "په دغو سياليو کې بايد له ۱۰ ډېرې لوبډلې برخه واخلي، ځکه داسې ټيمونه شته چې دايمي غړيتوب ته نژدې دي، دوی ته بايد چانس ورکړل شي چې مخې ته راشي څکه دوی د دې وړتيا لري چې له غوره لوبډلو سره ولوبېږي."

کله چې له ده د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو سياليو کې د افغان ښځينه لوبډلې په اړه وپوښتل شول، نوموړي وويل، "موږ په افغانستان کې د ښځينه وو لوبډله لرو، د ښوونځي په کچه هم لوبې ترسره کېږي خو دا به وخت ونيسي چې موږ دغې سطحې ته ورسېږو."