کرېکټ: انګلستان افغانستان ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه

د انځور حقوق Getty

د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې انګلستان لوبډلې افغانستان ته د ۱۵ منډو په توپير ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه انګلستان ګټلې او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه چې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

د دغې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې معين علي جوړې کړې نوموړي په وروستيو څو اوورونو کې په ۳۳ توپونو ۴۱ منډې وکړې چې د انګلستان په بري کې يې لويه ونډه لرله. معين علي د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د دغې لوبډلې لپاره نورو لوبغاړو جمېز وېنس، ډېوېډ وېلي او کرېس جورډن په ترتيب سره ۲۲، ۲۰ او ۱۵ منډې جوړې کړې.

بلخوا افغان توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه، محمد نبي او راشد دوې دوې وېکټې واخستې.

د توپ وهنې په برخه کې د افغانستان پيل ښه نه و، په لومړي اوور کې يې يوه مهمه وېکټه له لاسه ورکړه.

شهزاد محمدي لومړی افغان لوبغاړی و چې وسوځېد، نوموړي يوزاې څلور منډې جوړې کړې وې.

په دوهم اوور کې د انګلستان جورډن افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزی په يوه منډه وسوځاوه.

په درېيم اوور کې افغان لوبغاړی ګلبدين وسوځېد، ده غوښتل چې لوی شاټ ووهي خو توپ يې د انګلستان لوبغاړي ونيو.

د افغانستان لپاره شفيق الله ۳۵، سميع شينواری ۲۲ او رشيد خان ۱۵ منډې جوړې کړې.

انګلستان تراوسه د دريو لوبو په ترسره کولو سره څلور نومرې لري چې نيمه پايلوبو ته د وتلو چانس يې ډېر دی.

د افغانستان راتلونکې لوبه د يکشنبې په ورځ (۲۷ مارچ) د وېسټ انډيز سره ده.

ورته مطالب