کرېکټ: استراليا پاکستان ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption د استراليا توپ اچوونکى جيمز فالکنر پنځه لوبغاړى وسوځوله او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو

د کرېکټ د ٢٠ اوريزه اتلولۍ په يوې مهمې سيالۍ کې استراليا پاکستان ته په ٢١ منډو ماتې ورکړه.

استراليا نن پچه يا ټاس وگټلو او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې پاکستان ته د ١٩٤ منډو هدف وټاکلو. د پاکستان لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو يواځې ١٧٢ منډې جوړې کړې.

د استراليا لخوا کپتان سمېت٦١ رنزونه جوړ کړل او ونه سوځېد.

د استراليا بالر جيمز فالکنر پنځه لوبغاړي وسوځول. دى د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو

د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان له لوري خالد لطيف ښه لوبه وکړه

دې ماتې سره پاکستان له سيالۍ څخه ووتلو او استراليا سيمي فاينل ته رسېدو لپاره خپل دريځ غښتلى کړى.