کرېکټ: هند استراليا ته په ماتې ورکولو نيمه پايلوبو ته لار ومونده

د انځور حقوق Reuters
Image caption وېراټ کولي د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو په ترڅ کې هند استراليا ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه او نيمه پايلوبو ته يې لار وموندله.

د نننۍ لوبې پچه استراليا ګټلې، او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه.

استراليا هند ته په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه چې هند، د وېراټ کولي په ښې لوبې کولو سره په وروستي اوور کې بشپړ کړ.

په ۱۹ اوور کې وېراټ کولي د ۴ څلوريزو په وهلو سره د خپلې لوبډلې بريا يقيني کړه.

د لوبې بشپړ تفصيل دلته لوستلی شي

د استراليا لپار تر ټولو ښه لوبه ارون فېنچ وکړه، نوموړي په ۳۴ توپونو کې ۴۳ منډې جوړې کړې.

پر ارون فېنچ سربېره ګلېن مکسوېل ۳۱، عثمان خواجه ۲۶ او شېن واټنس د ۱۸ منډو په جوړولو سره هم ښه لوبه وکړه.

بلخوا د هند لپاره وېراټ کولي تر ټولو ښه وځلېد نوموړي په ۵۱ توپونو د ۸۲ منډو په جوړولو سره د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

پر ده سربېره يوراج سېنګ ۲۱ او دهوني ۱۸ منډې جوړې کړې.

تر دې وړاندې افغانستان په خپله وروستۍ لوبه کې وېسټ انډيز ته ماته ورکړې وه.

ورته مطالب