کابل کې په نڅاوو د افغان کریکټ لوبډلې هرکلی وشو

د انځور حقوق AFP

د افغانستان کریکټ ملي لوبډله په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې له بریا سره هېواد ته ستنه شوه. د وروستۍ لوبه کې یې اتلې لوبډلې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه – هغه لوبډله چې ماتې یې نه وه خوړلې.

دا د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو په دویم پړاو کې د افغانستان لومړی بريا وه.

وېسټ انډیز تراوسه کوم لوبه نه وه بايللې او په دغو سياليو کې يې تر ټولو ډېرې نومرې لرلې.

په کابل کې د کریکټ لوبډلې د ستنېدو هرکلي ته پېژندل شوي لوبغاړي، څېرې او ګڼ شمېر چارواکي ولاړ وو.

لوبغاړو ویل، له پیاوړو لوبډلو سره یې سیالۍ اسانه کار نه دی.

د افغان لوبډلې یوه غړي شهزاد محمدي وویل، افغان لوبډله ښه وځلېده، لوبغاړي یې خوښ دي چې په شل اوریزو سیالیو کې ښه وځلېدل.

د کریکټ لوبډلې هرکلي ته سلګونه عام وګړي او مینه وال راغلي وو، نڅاوې وشوې او دوی یې بدرګه کړل.

افغان کریکټ لوبډله ځوانه ده، خو د کریکټ اوږد مزل یې په لنډه موده کې وهلی دی.

د افغانستان کریکټ لوبډلې مینه وال او د هیلو غوړېدل ورته ورځ تر بلې ډېرېږي.

د انځور حقوق Cricket Board
Image caption په کابل کې د کریکټ لوبډلې د ستنېدو هرکلي ته پېژندل شوي لوبغاړي، څېرې او ګڼ شمېر چارواکي ولاړ وو.

افغان لوبډلې د شل اوریزو سیالیو په لومړي پړاو کې (سکاټلنډ، هانګ کانګ او زیمبابوې) ته ماتې ورکړه.

ورته مطالب