د فوټبال پر لوبغاړي د نیوکې له کبله یې وواژه

په آذربایجان کې یوې محکمې د هغو پنځو کسانو په حق کې د بند پرېکړه کړې ده، چې یو خبریال یې له دې کبله تر مرګ پورې وهلی، چې پر فیسبوک یې د آذري فوټبال لوبډلې پر یوه لوبغاړي نیوکه کړې ده.

فرانس پرېس خبري آزانس د قاضي دار اسماعیلوف له خولې ویلي، پلازمېنه باکو کې د خطرناکو جنایتونو اړوندې محکمې پرېکړه کړې چې، پنځه واړه تورن "ځکه ګناهکار دي، خبریال راسم علییف یې دومره وهلی چې آن ساه یې ورکړې ده".

محکمې تورنو ته د ۹ او ۱۳ ترمنځ کلونو د بند سزا ټاکلې ده.وژل شوی ۳۰ کلن خبریال علییف په ځینو وېډیويي او د انځورونو په برخه کې کار کاوه، چې په تېر اګست کې د وهلو له کبله په روغتون کې ومړ.

پر نوموړي وروسته تر هغه ځینو کسانو د وهلو پیل وکړ، چې د آذري او قبرصي د فوټبال لوبډلو ترمنځ لانجمنه سیالي د دوی د لفظي شخړې لامل شوه.

علییف د آذري لوبډلې د لوبغاړي جاوید حسینوف پر هغو کړنو نیوکه وکړه، چې د قبرص له اپولون لیماسول لوبډلې سره یې تر سیالۍ وروسته د ترکیې بیرغ پورته کړ او سیالۍ ته راغلو لوبغاړو ته یې هم د سپکاوي اشارې وکړې.

علییف پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې حسینوف "نه پوهېږي چې څرنګه په ځیرکتیا رویه وکړي" او د اروپا په سیالیو کې باید ګډون ونه کړي.

د آذربایجان دغه خبریال له مړینې وړاندې "طوران" آژانس ته ویلي وو د خپلې تبصرې په ځواب کې یې سپکوونکې تبصرې ترلاسه کړې دي.

ده ویلي، یوه سړي – چې د حسینوف د کاکا زوی یې ځان معرفي کاوه – تیلېفوني اړیکه ورسره ونیوه، او سپکې سپورې خبرې یې ورته وکړې، او دغه سړي بیا هم اړیکه ورسره ونیوه خو په دویم ځل خبرو کې یې ډېرې نرمې خبرې ورسره وکړې او د چای څښلو ته یې وروباله.

علییوف ویلي: "یوازې ورغلم، هلته پنځه یا شپږ کسان وو چې سم لاسي یې پر ما د وهلو برید وکړ".

علییف د باکو یوه روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته عملیات شو، خو ومړ.

ورته مطالب