کرېکټ: وېسټ انډيز د شل اووريزو لوبو اتلولي وګټله

د انځور حقوق Reuters

د ۲۰۱۶ کال کرېکټ نړیوالو اتلولیو پایلوبه د انګلستان او وېست انډيز لوبډلو ترمنځ په هند کې وشوه، چې وېسټ انډيز په څلورو وېکټو وګټله.

د لوبې پچه یا ټاس وېست انډیز وګاټه او لومړی یې خپلې سیالې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د انګلستان لوبډلې د سر دوه لومړي لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل او هغه مهال یې یوازې اته منډې جوړې کړې وې. درېیم لوبغاړی هم په پاور پلې کې وسوځېد.

د انګلستان لوبډلې په پاور پلې کې یواځې ۳۳ منډې د دریو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره جوړې کړې.

خو وروسته یې لوبه یو څه تیزه کړه، بټلر او روټ یوه نسبتا ښه ملګرتیا وکړه. روټ ۵۴ او بټلر ۳۶ منډې جوړې کړې.

د وېسټ انډیز له لوري بدري او براوو ښه توپ اچونه وکړه، دواړو د سیالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول، بدري په څلورو اورونو کې یواځې څوارلس او براوو بیا په څلورو اورونو کې شپاړس منډې ورکړې.

د انګلستان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړ په له لاسه ورکولو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې او ویسټ انډيز لوبډلې ته یې ۱۵۶ منډې هدف وټاکه.

د انځور حقوق Getty Images

د وېسټ انډيز منډو جوړونکو پیل ښه نه و، او درې د سر لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل

د وېسټ انډيز لپاره تر ټولو ښه لوبه مارلن سميول وکړه، نومړي په ۶۶ توپونو کې ۸۵ منډې جوړې کړې او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

پر ده سربېره کارلوس بريتويټ ۳۴ او براوا ۲۵ منډې جوړې کړې

د لوبې وروستي اوور کې وېسټ انډیز لوبغاړي کارلوس بريتويټ يو پر بل پسې ۴ څلوريزې ووهلې چې د لوبې په ګټلو کې يې مهم رول درلود.

ویسټ انډيز او انګلستان په پیل کې هم لوبه کړې وه، چې هغه لوبه ویسټ انډیز ګټلې وه.

د نننۍ لوبې په اړه بشپړ معلومات دلته لوستلی شئ

دواړو لوبډلو وړاندې تر دې څلور څلور لوبې کړې او له هغې ډلې یې درې درې ګټلې او یوه بایللې ده.

انګلستان له ویسټ انډيز او ویسټ انډیز بیا له افغانستانه ماتې خوړلې وه.

پایلوبې ته دواړه لوبډلې له بي ګروپ څخه راغلي دي. او د الف ګروپ لوبډلو و نه شو کړای پایلوبې ته لار ومومي.

وړاندې تر دې دواړه لوبډلې توانېدلې وې چې ستر هدفونه پوره کړي، د بېلګې په توګه د انګلستان لوبډلې وکولای شول د جنوبي افریقا له خوا ۲۳۰ منډو ټاکل شوی هدف پوره کړي.

بل پلو د ښځینه وو کرېکټ نړیوالو اتلولیو په پایلوبه کې ویسټ انډيز لوبډلې د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې دا کپ خپل کړ.

ورته مطالب