له هراته تر کابله، پر بایسکل د 'سولې پیغام' لېږدول

Image caption د اوس لپاره تمه لري چې له هراته تر کابله به د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه ورسوي.

د هرات دوو تنو اوسېدونکو پرېکړه کړې چې خلکو، مخالفینو او دولت ته د سولې د پيغام د رسولو په موخه له هراته تر کابله ۸۱۶ کیلومتره واټن پر بایسکل مزل وکړي.

۳۲ کلن شهریار نظامي او ۶۲ کلن عبدالغفور رهایي نن د سفر له پیلولو مخکې د هرات د سپورتي چارو په اداره کې د خبریالانو پر وړاندې ښکاره شول.

دا سفر ښایي په شلو ورځو یا یوه میاشت کې ترسره شي.

دوی ویل ښایي دا سفر به یوڅه ستونزمن کار وي، خو په زحمت یې ارزي.

دوی چې په ۱۳۹۱ کال کې له هراته د ایران تر پلازمېنې تهرانه پورې هم د دوو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ شعار لېږدولی و، وایي له اوسني سفر وروسته به د افغانستان ټولو ولایتونو او سیمو ته هم د یوه بل اوږده سفر لپاره تیاری نیسي.

Image caption ۶۲ کلن عبدالغفور رهایي وايي له ځانه سره یوه اندازه اړین توکي‎ هم په کڅوړو کې لېږدوي

د اوس لپاره تمه لري چې له هراته تر کابله به د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه ورسوي.

شهریار نظامي وایي:

"زموږ لومړنۍ غوښتنه سوله ده، او دا چې خیر په سوله کې وي. جنګ بس دی. موږ له هراته له همدې شعار سره حرکت کوو او له خیره سره له همدې سره به خپل هدف ته رسېږو".

ښاغلی نظامي وايي، ټول افغانانان ډېر مېلمه پال خلک دي، او دی ډاډه دی چې د دوی هرکلی به کوي.

نوموړی وايي، د لارې په اوږدو کې به د دولت له مخالفینو سره هم مخامخ کېږي او پیغام به یې دولت ته ورسوي.

دوی وايي، هیله یې دا ده چې په دې اوږده مزل کې د خلکو هغه پیغام ورسوي، چې دوی یې غواړي.

پر بایسکل د سولې پیغام لېږدوونکي وايي، تمه لري چې په لومړیو دوو یا درو ورځو کې به هره ورځ سل کیلومتره واټن وهي، خو وروسته به د هرې ورځې مزل یوڅه لنډوي.

Image caption د هرات د ورزشي چارو امر قدیر جویا وایي‎، دغه حرکت ته خوشبینه دی او نېک پال یې بولي چې په وینا یې تمه یې دا ده چې دوی خپل هدف ته ورسېږي.

د هرات د ورزشي چارو امر قدیر جویا وایي‎، دغه حرکت ته خوشبینه دی او نېک پال یې بولي چې په وینا یې تمه یې دا ده چې دوی خپل هدف ته ورسېږي.

دغو بایسکل ځلغوونکي له ځانه سره یوه اندازه اړین توکي‎ هم په کڅوړو کې لېږدوي، خو اضافي توکي یې له بایسکلونو ایستلي دي.

وړاندې، یوه ۵۴ کلن افغان سعودي عربستان ته پر بایسکل د سفر کولو هوډ کړی و.

Image caption پر بایسکل د سولې پیغام لېږدوونکي وايي، تمه لري چې په لومړیو دوو یا درو ورځو کې به هره ورځ سل کیلومتره واټن وهي، خو وروسته به د هرې ورځې مزل یوڅه لنډوي.

ورته مطالب