مانچسټر سیټي لوبډله لومړی ځل نیمه پایلوبې ته ورسېده

د انځور حقوق Getty

د انګلستان مانچسټر سیټي لوبډلې پخپل تاریخ کې لومړی ځل د اروپا د فوټبال د اتلانو د لیګ نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه.

دا د مانچیسټر سیټي لومړی ځل دی چې د دغه لیګ نیمه پایلوبو ته لار پيدا کوي او هغه د کون ډ براون د برکته چې په ۱۵ دقیقه کې يي پاریس سن جرمن لوبډلې ته ګول ورکړ.

ډیمونو تېره اونۍ پاریس کې لوبه دوه پر دوه پای ته رسولې وه اوس هم مانچسټر ته سرګیو اګورو څخه مننه وکړه چې پانلټي يې خطا کړه.

په دې لوبه کې مانچسټر سیټي د فرانسې د پاریس سن جرمن له لوبډلې لوبه یو پر صفر وګټله.

بل خوا، ریال مادرید ولسبرګ ته درې پر صفر ماتې ورکړه او د فوټبال د اروپا د اتلانو د لیګ نیمه پایلوبو ته يې لاره ومونده.

په دې لوبه کي تر ټولو ښه لوبه کرستیانو رونالډو وکړه چې دوه ګوله یې ولسبرګ ته ورکړل او په اسانۍ سره يې ولسبرګ راچپه کړ.

کرسټیانو رونالډو په دې لیګ کې ۱۲۵ ځله راڅرګند شوی، نوموړي په دې لیګ کې ۹۳ ګوله وهلي دي او ۱۰ ګوله تر خپل رقیب لیونل میسي مخ ته دی.

په دې لوبې سره ریال مادرید بیا و ځلېد؛ ځکه تېره اونۍ يې د جرمني پر وړاندې ماتې وخوړه.

ورته مطالب