يونس خان د پاکستان جام سياليو څخه ووت

د انځور حقوق Getty images
Image caption په دغو سياليو يونس خان د خيبرپښتونخوا لوبډلې مشري کوله

د پاکستان کرېکټ لوبډلې تکړه او مشهور توپ وهونکي يونس خان د پاکستان کپ سياليو کې د لوبڅار د ناسمو پرېکړو له امله اعتراض کړی او له دغو سياليو وتلی دی.

په دغو سياليو يونس خان د خيبرپښتونخوا لوبډلې مشري کوله، د ځايي سرچينو په وينا يونس خان د ناسمو پرېکړو له امله ناخوښ و.

د يونس خان له خوا د پاکستان کپ سياليو کې د خيبر پښتونخوا لوبډلې د مشرۍ له لاس په سر کېدو وروسته به احمد شهزاد د دغې لوبډلې مشري کوي.

د پنجاب لوبډلې پر وړاندې دوهمه لوبه کې، د دې تر څنګ چې دغه لوبه يې په دوو منډو ګټلې وه، د لوبڅار له ځينو پرېکړو ناخوښ و.

د پاکستان کرېکټ بورډ فيصل اباد له خوا، د " پاکستان کپ" په نامه يوه ورځنۍ سيالۍ روانې دي، چې په هغو کې سند، پنجاب، بلوچستان، خيبرپښتونخوا او اسلام اباد په ګډون پنځه لوبډلې برخه اخلي.

ورته مطالب