د بريتانيا مسلمانه سوک وهوونکې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په برېتانيا کې يوه مسلمانه سوک وهونکې نورو مسلمانو نجونو او ښځو ته د سوک وهلو راز راز ډولونو لکه کېک باکسېنګ، موې تای باکسېنګ او همدا راز د ځاني دفاع د زده کولو درسونه ورکوي.

خدیجه سفاري چې درې اولادونه لري- په مارشل آرټ کې تور کمربند لري. هغه وايي د دې ډېری مسلمان زده کوونکي د هغوی د عقيدې له امله بریدونو په اړه اندېښمن دي.

د دې درسونو هدف دا دی چې هغوی پرځان باور پيدا کړي او که اړتیا وي له ځانه دفاع وکړي او ځان وساتلی شي.

لندن ته نژدې د بریتانیا د میلټن کینز د ښار په یو ورزشغالي کې، خدیجه سفاري نورو ښځو او نجونو ته د موې تای سوک وهلو روزنه ورکوي.

خدیجه چې درې اولادونه لري اوس شپږ میاشتینۍ میندواره هم ده، خو دا د هغې لپاره کومه ستونزه نه ده.

د نورو مسلمانو ښځو په څېر چې هلته له دې سره روزل کېږي، حجاب اغوندي- او وايي چې دا کار يې د خلکو کلیشه يي ذهنیت او له وخت نه مخکې بېځایه قضاوت چلېنجوي.

Image caption خدیجه سفاري، د درې ماشومانو مور ده او په مارشل ارټ کې تور کمربند لري

هغه وايي، "دا په ريښتیا د دې ځپل شوې مسلمانې ښځې په اړه کلیشه يي ذهنیت له منځه وړي، چې په کور ناسته وي- پخلی کوي، کور پاکوي او ډېرماشومان لري. خلک ما ته ګوري او هغه غلط ذهنیت چې هغوي يې لري دا دی چې فکر کوي زه به هم د دغو ښځو په شان غلې ناسته یم. خو په اصل کې زه ښځو ته یو ډېرپیاوړی او ځواکمنوونکی شی یعنی مارشل آرټ ورزده کوم".

هغوی په اوونۍ کې یو ځل دغه ورزشغالي ته راځي او کېک باکسېنګ زده کوي.

دلته ټولې ښځې غواړي چې بدن يې تکړه شي خو ځینې دا هم غواړي چې څرنګه له خپل ځانه دفاع کول زده کړي.

شاهینه پروین وايي چې د خپلې عقیدې له امله په لارو کوڅو کې ځورول شوې ده. پروین بي بي سي ته وویل: "پردیو کسانو له خوا ماته له اسلام نه د کرکې په اړه ډېرې تبصرې شوې دي. په تېره بیا د پاریس او بروکسل له بریدونو وروسته. لکه دا چې ترهګره را ته وايي یا خلک زما په اړه داسې تبصرې کوي چې زه له ځانه سره یو بم لرم ".

دا یواځې نه ده. د بریتانیا پولیس او نورې ډلې چې د مسلمانانو ضد کرکه څاري، وايي د مسلمانو ښځو پر وړاندې د لفظي او فېزیکي تېري پېښې ډېرې شوې دي.

د لندن ښاري پولیس وايي د ۲۰۱۵ کال سپټمبر مياشت په لندن کې د مسلمانانو پر ضد د کرکې بریدونه تېر کال ۷۰ سلنه زیات شوي دي.

د عقیدو پر بنسټ ولاړې ډلې وايي د بریتانیا په نورو برخو کې هم حالت همداسې دی، کله چې بهرکې د بنسټپالو مسلمانانو بریدونه ډېرېږي، دلته د مسلمانانو پر وړاندې بریدونه هم ډېرېږي.

په تېره بیا ښځې له ګواښ سره مخ دي، په خاص ډول هغه چې حجاب یا چادرې پر سرکوي، چې له سترګو پرته نور ټول بدن يې پټ وي.

خدیجه سفاري له دې ټولو خبره ده.

هغه وايي: "کله چې هغوی یواځې له کوره بهر ځي د ډاډ احساس نه کوي- ځينې وخت د ښځو پړونی د هغوې له سره کش کېږي، یا هغه ښځې چې حجاب اغوندي، اکثرا هدف ګرځول کېږي. خبره دا نه ده چې [ له بدنې پلوه] دوې ډېرې قوي شي. خبره دا ده چې پر ځان باوري وي- او دا مهارت ولري چې که اړتیا وي له ځانه څه ډول دفاع وکړي او په دې ډول ښايي د قرباني کېدو شونتیا يې لږه شي."

دغه کار د افشان عظیم په نامه یوې مور لپاره ګټه کړې. هغه وايی: "پخوا به خلکو ما ته اوازونه کول- ما ته به يې مسلمانه ویل ا و ما به ژړل. نه پوهېدم چې څرنګه ځان وساتم، په ژړا به شوم او له کوره به نه وتلم. خو اوس دا ډول احساس نه لرم."