افغان کرېکټ لوبډله په جولايي کې سکاټلنډ سره لوبيږي

د انځور حقوق AFP

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به روان کال کې سکاټلنډ، ايرلنډ، او هالنډ سره لوبې ترسره کوي.

د کرېکټ بورډ د اعلاميې ترمخه افغان لوبډله به لومړى د روان کال د جولايي په مياشت کې سکاټلند ته ځي او هلته به دوه يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي. خو په اعلاميې کې د لوبغاړو په اړه څه نه دي ويل شوي، چې کوم لوبغاړي به دې سياليو کې برخه اخلي، يا کله به غوره کېږي.

لومړنۍ لوبه به د جوالايي په څلورمه نېټه وي.

د سکاټلنډ له لوبو وروسته به افغان لوبډله د همدې مياشتې په ١٠ نېټه ايرلنډ ته ځي.

له ايرلنډ وروسته به افغان ټيم د انټرکانټنېنټل کپ سياليو په لړ کې هالنډ کې يوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

د انځور حقوق AFP

د افغانستان لوبډله په هندوستان کې د کرېکت ٢٠ اوريزه اتلولۍ وروسته دې لوبډلو سره لوبو لپاره ورځي، دې اتلولۍ کې د کرېکټ لويو ټيمونو سره د افغان ټيم لوبې به هرومرو د لوبډلې په راتلونکو لوبو اغېز لري.