پېښور زلمي له نړیوالې لوبډلې سره لوبه کوي

د پېښور زلمي لوبډلې مشر جاويد اپريدی وايي، د پېښور د زلمو او د نړۍ د زلمو تر منځ به ډېر ژر په پېښور او نورو سیمو کې لوبې وکړي.

نوموړي دغه څرګندوې په اسلام اباد کې د بي بي سي له خبریال خدای نور ناصر سره په مرکه کې کړې دي.

ښاغلی جاوېد اپریدی وايي، دوی هڅه کوي، چې په پاکستان کې د نړیوالو کرېکټ لوبو د پيلولو لپاره ګام پورته کړي او د همدې لپاره به په راتلونکو څو مياشتو کې د پېښور زلمي لوبډلې او د کرېکټ نړيوالې لوبډلې تر منځ لوبې وشي.

د اپريدي په خبره د پېښور زلمي لوبډلې او نړیوالې لوبډلې تر منځ په دغو لوبو کې به يوه لوبه په پېښور کې هم کوي.

نوموړی وايي دوی به د نړۍ ځينې وتلي لوبغاړي په پېښور زلمي لوبډله کې اخلي او بیا به کرېکټ نړيوالې شورا له خوا ټاکل شوې نړیوالې لوبډلې سره لوبې وکړي.

جاوېد اپریدی زیاتوي، اوس مهال افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو ته د کريکټ نړیوالې لوبډلې نه راځي، او دی غواړي چې د کابل زلمي يا افغان زلمي په نوم باندې هم یوه ډله جوړه کړي، تر څو په کابل یا پاکستان او یا هم د دوبۍ په شارجه کې په اتلولیو کې راسره برخه واخلي.

ورته مطالب