د مکسيکو الوارېز عامر خان له پښو وغورځاوه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لوبې په شپږمه برخه کې الواريس عامر خان له پښو وغورځاوه

د امريکا په لاس وېګس کې د مکسيکو سوک وهونکي ساول کينيلو الوارېز د بريتانيا مشهور سوکوهونکی عامر خان په شپږم رونډ کې له پښو وغورځاوه.

د يکشنبې په ورځ ترسره کېدونکو لوبو کې په شپږم رونډ کې، کله چې عامر خان غوښتل پر ساول کينيلو الوارېز بريد وکړي نو الوارېز له دغې موقعې ګټه پورته کړه او عامر خان يې پر مخ په سوک وواهه، چې له امله يې د لوبې پر ډګر کې را پرېوت.

لوبڅار د عامر خان حالت ته په کتو د لوبې پای او کينيلو الوارېز ګټوونکی اعلان کړ.

له پښو غورځېدو يا ناک اوټ کېدو وړاندې عامر خان د خپل چټک خوځښت له امله الوارېز له ستونزو سره مخ کړی و او په نومرو کې هم ترې وړاندې و.

د لوبې په پنځمه برخه کې الوارېز ته پر عامر خان د بريد موقع په لاس ورغله او په شپږم رونډ کې کله چې عامر خان له خپل مخ څخه لاس لرې کړ، مقابل لوري يې پر زنې د ښي لاس ټينګ ګوزار وکړ.

له لوبې وروسته عامر خان وويل، "دا د سوک وهنې لوبه ده، ما تر خپله وسه پورې هڅه وکړه".

۲۹ کلن عامر خان د خپل وزن څخه دوه برابره زيات سوک وهونکي الوارېز ته چلېنج ور کړی و چې تراوسه يې يوزاې له امريکايي مشهور سوک وهونکي مې ويدر څخه ماته خوړلې وه.

عامر خان ټولې ۳۵ لوبې ترسره کړې چې يوزاې څلور یې بايللې دي.

ورته مطالب