فیفا لومړۍ سرمنشۍ وټاکله

 فاطمه سامبا ضيوف سموره د انځور حقوق AFP
Image caption ۵۴ کلنه سامورا په ملګرو ملتونو کې ۲۱ کاله تجربه لري، چې د راتلونکې جولای له لومړۍ نېټې به خپله دنده پیل کړي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون په لومړي ځل یوه ښځه د خپلې سرمنشۍ په توګه ټاکلې ده. فاطمه سامبا ضویف سامورا، چې په ملګرو ملتونو کې ۲۱ کلنه تجربه لري، د جروم والکه ځایناستې شوه.

د فیفا مخکینی عمومي منشي د بډو ورکولو په تور د ۱۲ کلونو لپاره د فوټبال په تړاو له هر راز فعالیتونو محروم اعلان شوی.

۵۴ کلنه سامورا په ملګرو ملتونو کې ۲۱ کاله تجربه لري، چې د راتلونکې جولای له لومړۍ نېټې به خپله دنده پیل کړي.

سامورا د سنیګال ده.

د فیفا مشر جیاني انفانتینو ویلي ''سامورا به فیفا ته نوی فکر راوړي''.

نوموړی وايي، سامورا د یوې کاري ډلې ښه مدیریت کولی شي، چې په رڼه توګه خپلې چارې مخته بوځي''.

سامورا د جمعې په ورځ وویل: ''نن زما لپاره یوه لویه ورځ ده، چې د فیفا عمومي منشۍ شوم، له خپلې تجربې به په نوې دنده کې تر خپله وسه ګټه واخلم، چې هرڅه اصلاح شي''.

د انځور حقوق FIFA
Image caption سامورا د سنیګال ده.

ورته مطالب