د فيفا حسابدارۍ خپلواکې کمېټې مشر استعفا وکړه

د انځور حقوق Reuters

د فوټبال نړیوال فدراسیون شورا فیفا د حسابدارۍ برخې مشر دومینیکو سکالا د یادې ادارې مشرتابه شورا کې د اصلاحاتو خلاف د احتجاج په توګه استعفا کړې.

سکالا له دې کبله غوسه دی، چې د فیفا نوې شورا به واک ولري، چې د حساب ورکولو، مالي او اخلاقي کمېټو مشرانو په ګډون بېلو برخو کې د چارواکو ګوښه کولو او پر دندې ګومارلو وړتیا ولري.

په یاده اداره کې د فساد او ټګیو برګیو په اړه له رسوايۍ وروسته دغه شورا د فیفا اجرايي کميټې ځای ونیو.

سکالا وايي، کمېټې له خپلو واکونو محرومې شوې.

نوموړي زیاته کړه دا به فیفا کې ښه مدیریت ته زیان واړوي او وايي د اصلاحاتو پام وړ لاسته راوړنې به له منځ یوسي.

ښاغلي سکالا د هغو اصلاحاتو په رامنځته کولو کې مهم رول درلود، چې پایله کې یې د درغلیو له رسوا کېدو وروسته د فیفا مشر سیپ بلاټر او د یویفا مشر مایکل پلاټیني دندې پرېښودې.

د نوي مشر جیاني انفانتینو په مشرتابه د فیفا نوي کانګریس غونډه د پنجشنبې او جمعې په ورځ مکسیکو کې وشوه.