کریکټ: افغان لوبډله کابل کې له حبیب بانک لوبډلې سره لوبېږي

 نسیم الله دانش د انځور حقوق ACB
Image caption د کریکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش د حبیب بانک لوبډلې له لوبډلمشر عمران فرحت سره په ګډه خبریالانو ته وویل: "کابل په لومړي ځل د کریکټ په ډګر کې د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب کوي.

د افغانستان د کریکټ بورډ وايي، په پام کې ده، چې د مې پر ۱۸مه (چارشنبې) افغان پرمختیايي لوبډله د پاکستان حبیب بانک لوبډلې پر وړاندې د خپلو سیالیو لړۍ پیل کړي.

دواړې لوبډلې به د یو او بل پروړاندې دوه څلور ورځنۍ او ۴ یوه ورځنۍ سیالۍ وکړي.

د کریکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش د حبیب بانک لوبډلې له لوبډلمشر عمران فرحت سره په ګډه خبریالانو ته وویل: "کابل په لومړي ځل د کریکټ په ډګر کې د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب کوي.

زه د حبیب بانک لوبډلې ته ښه راغلاست وایم او د پاکستان کریکټ بورډ او حبیب بانک له مسؤولینو مننه کوم چې دوی ته یې افغانستان ته د راتګ اجازه ورکړه. موږ د دوستۍ لپاره لوبه کوو او زه باور لرم چې د حبیب بانک لوبډله به له افغانستان څخه ښې خاطرې له ځانه سره یوسي."

د پاکستان حبیب بانک لوبډلمشر عمران فرحت هم وویل، له افغان لوبډلې سره لوبېدل به د لوبیزو تجربو شریکولو فرصت ورکړي: "موږ دلته د تجربو او زده کړو تبادلې لپاره راغلي یو او زه باوري یم چې، د افغانستان پرمختیایي لوبډلې پر وړاندې د ښو لوبو په پایله کې به زموږ ټاکونکې کمېټه د رضایت څرګندونه وکړي.

افغانستان ته راتګ یوه غوره تجربه ده او موږ دلته ډیره توده میلمه پالنه ولیده. زه باور لرم چې ټول افغانان به د سیالیو له لړۍ خوند واخلي."

د انځور حقوق
Image caption دواړوې لوبډلې به د یو او بل پروړاندې دوه څلور ورځنۍ او ۴ یوه ورځنۍ سیالۍ وکړي.

افغان کریکټ بورډ سمبالوونکي وايي، د ګاونډي پاکستان له حبیب بانک لوبډلې سره د افغان لوبغاړو له لوبېدو موخه په نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبډلې وده ډېرول دي.

په پام کې وه، چې دا لوبې د سې شنبې پر ورځ د کابل الکوزي کریکټ لوبغالي کې د یادو لوبډلو ترمنځ لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه پیل شوې وای، خو په کابل کې د لاريونونو له کبله دا لوبه يوه ورځ وځنډېده او د چهارشنبې پر ورځ به پيل شي.

ورته مطالب