د افغان پرمختیايي او پاکستان حبیب بانک کرېکټ لوبډلو لوبې حال

د انځور حقوق
Image caption ناصر جمال دوې سلیزې جوړې کړې او د ۲۰۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځید

د افغانستان کرېکیټ پرمختیايي لوبډلې او پاکستان حبیب بانک لوبډلې ترمنځ لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه په دریمه ورځ هم په کابل کې روانه وه.

حبیب بانک لومړی، خپله لومړی اننګز ترسره کړ، چې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یې ۵۰۷ منډې جوړې کړې. دا د افغانستان پرمختیايي لوبډلې لپاره چې نوې جوړه شوې ډېر منډې ښکارېدې.

د پاکستان حبیب بانک لوبډلې لوبغاړی امام الحق د ۱۳۱ منډو په جوړولو ناسوځېدلی پاتې شوی. دغه راز نعمان انور هم ۱۳۰ منډې جوړې کړې. چې د نورو لوبغاړ پرتله ښه وځلېدل.

په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري ظاهر خان ښه وځلېد او وتوانېد د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي وسوځوي.

افغان لوبډلې خپل د سر دوه لوبغاړي یو څه ژر له لاسه ورکړل، خو وروسته یې اوږدې ملګرتیاوې هم وکړې.

جاوید احمدي له ناصر جمال سره تر یوې اوږدې ملګرتیا وروسته په ۱۴۹ منډو وسوځېد. ناصر جمال بیا غبرګه سلیزه ووهله او په ۲۰۵ منډو وسوځېد.

رحمت شاه په ۸۰ منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د دریمې ورځې تر پایه افغان پرمختیايي لوبډلې ټولې ۵۰۳ منډې جوړې کړې، خو لا هم څلور لوبغاړي ورسره دي او ښايي د خپلو منډو شمېر د حبیب بانک تر لوبډلې لوړ کړي.

د افغان پرمختیايي لوبډلې دا وروستۍ لوبه ښيي چې افغان لوبغاړي نه یواځې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې تکړه شوي، بلکې په څلور ورځنیو لوبو کې یې زغم او حوصله ډېره شوې او تر څنګ یې مهارتونه هم لوړ شوي دي.

د حبیب بانک لوبډله له افغان پرمختیايي لوبډلې سره د لوبو په لړۍ کې دوه څلور ورځنۍ او څلور یو ورځنۍ لوبې کوي.

کابل په لومړي ځل د کرېکټ په ډګر کې د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب کوي