نواک جاکووچ د فرنچ اوپن ټینیس پایلوبې اتلولي خپله کړه

د انځور حقوق GETTY
Image caption د نواک جاکووچ د ګټلو ګرنډسلام ټایټلونو شمېر ۱۲ ته ورسېد

د نړۍ لومړی مقام درلودونکي ټېنیس لوبغاړي نوواک جاکووچ لومړی ځل فرنچ اوپن پایلوبه کې بریا تر لاسه کړې.

نوموړي د بریتانیا اندې مورې ته څلورو پړاونو کې ماتې ورکړه. د سربیا دغه لوبغاړی یوازې درېیم کس دی، چې په یوه مهال ټولو څلورو سیالیو کې بریالی وتلی.

له ده مخکې روډلاویر ۱۹۶۹ کال کې دغه بریاوې خپلې کړې وې.

اندې مرې لومړۍ پاړۍ کې خورا په زړه پورې لوبه وکړه.

بریتانوي نندارچیان هغه مهال هیله مند و، چې ښايي ۸۱ کاله وروسته کوم بریتانوی لوبغاړی دغه سیالي وګټي، خو جاکووچ وروستي درې پاړۍ په ډېره اسانۍ وګټلې.

اندې مورې د خپل ستاینه کړې او د هغه بریا یې ( حیرانونکې لاسته راوړنه ) بللې. نوموړي ویلي ویاړي، چې د دغه بهیر برخه و.

مورې هم دغه لوبه کې یو تاریخي ویاړ تر لاسه کړ، چې له ۱۹۳۷ راوروسته لومړنی بریتانوی شو، چې پایلوبې ته لاره مومي.

فرنچ او پن پایلوبه کې له بریا وروسته د نواک جاکووچ د ګټلو ګرنډسلام ټایټلونو شمېر ۱۲ ته ورسېد