میسي له نړیوالو لوبو لاس په سر کېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption میسي په ۲۰۰۵ کال د لومړي ځل لپاره د خپل هېواد د ملي لوبډلې کمیس واغوست.

د ارجنټاین فوټبال ملي او بارسلونا لوبډلې لوبغاړي لیونل میسي ویلي، نور به له نړیوالو لوبو لاس په سر شي.

نوموړي وروسته تر هغه دا پرېکړه وکړه چې د امریکا د ملت د فوټبال جام په سیالیو یا 'کوپا ' کې یې پر سیالې چیلي لوبډلې یوه پاینلټي له لاسه ورکړه او لوبه یې وبایلله.

میسي ویلي "نور مې په ملي لوبډله کې لوبه بس ده، هر څه مې چې په وس پوره و، تر سره مې کړل، دا چې اتلولي مو ونه ګټله، نو ځوروي مې.

۲۹ کلن میسي بارسلونا ته اته ځلې د لالیګا او ۴ ځلي د اروپا د غوره لیک سیالیو اتلولي ګټلې ده.

چیلي لوبډله وتوانېده، چې له "کوپا امریکا"سره پایلوبه کې څلور پېنلټي پر ۲۲ بریاوو ترلاسه کړي.

میسي په ۲۰۰۵ کال د لومړي ځل لپاره د خپل هېواد د ملي لوبډلې کمیس واغوست.

د ارجنټاین ملي لوبډلې د "کوپا امریکا" په نیمه پایلوبه کې د امریکا کوربه لوبډلې ته څلور پر صفر ماتې ورکړه او د سیالۍ پایلوبې ته ووت.

په دې سیالیو کې چې د ټکزاس په هیوسټن کې وشوې، د ارجنټاین کپیټان لیونل میسي د خپلې لوبډلې لپاره یو ګول وواهه.

د "کوپا امریکا" مخکینی پړاو تېر کال په چیلي کې ترسره شو چې د کوربه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

له بارسلونا سره د میسي په لوبېدو هغه د لا لیګا اته لقبونه وګټل.

ورته مطالب