کرېکټ:‌ باران د افغانستان د منډو مخه ډب کړه

Image caption پچه سکاټلنډ وګټله او وار له واره یې افغان لوبډلې ته د اډینبرا په باراني هوا کې د منډو بلنه ورکړه.

د سکاټلنډ او افغانستان ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ورښت له امله ایساره شوه.

په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو له هغې تاریخي لوبې را وروسته چې افغانستان په مټ کې سکاټلنډ ته په کې ماتې ورکړه دا د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ مخامخېدنه ده.

پچه سکاټلنډ وګټله او وار له واره یې افغان لوبډلې ته د اډینبرا په باراني هوا کې د منډو بلنه ورکړه.

Image caption په نننۍ لوبه کې سمیع الله شینواری چې تل یې د سکاټلنډ پر وړاندې ښه لوبه کړې نه لوبېږي

د افغانستان له لورې شهزاد او نور علي په منډو پيل وکړ.

شهزاد که څه هم په لومړني اوور کې یوه څلوریزه ووهله خو له لویه سره منډې اسانه نه وې.

نور علي یوازې د یوې منډې په موندلو وسوځېد.

Image caption لوبغالي ته یو شمېر افغانان هم راغلي‌ چې د باران په وقفه کې ورسره ځینو لوبغاړو هم ولیدل.

جاوید احمدي او شهزاد ورو ورو منډې تېزولې چې شهزاد په په ۲۶ منډو اېل بي ډبلیو وسوځېد.

شهزاد له دې پرېکړې خوښ نه و او ښکارېده چې توپ په بېټ هم لګېدلی و. ده د پنځو څلوریزو په مټ منډې په ۲۵ توپونو منډې وکړې.

جاوید په ۳۹ منډو اوټ شو. او اصغر هم په ۲۰ منډو وسوځېد.

د جاوید او رحمت شاه د ۵۳ منډو ملګرتیا او د نجیب او رخمت شاه ناسوځېدلې ۵۰ منډو ملګرتیا لوبه کابو کړه خو باران د هر څه مخه ونیسي.

Image caption له سکاټلنډ سره د دواړو لوبو پایله به افغان لوبغاړو ته د ایرلڼد پنځو یو ورځنیو او د هالنډ څلور ورځنۍ لوبه ته مورال ټاکوونکې وي.

سکاټلنډ په خپل کور او لوبغالو کې ډاډه دی چې افغان لوبډلې ته به سرخوږی جوړوي خو که افغان منډه جوړونکي وچلېږي بالران یې دا توان لري چې سکاټلنډ په خپل کور هم مات کړي.

له سکاټلنډ سره د دواړو لوبو پایله به افغان لوبغاړو ته د ایرلڼد پنځو یو ورځنیو او د هالنډ څلور ورځنۍ لوبه ته مورال ټاکوونکې وي.