فنلنډ:د جنسي تېري په تور د کیوبا واليبال لوبغاړي نیول شوي

د انځور حقوق

فنلنډ کې پولیسو د کیوبا واليبال ملي لوبډلې اته غړي د جنسي تېري یوې پېښې کې د ښکېلتیا په شکونو نیولي دي.

پولیس وايي پر دغو لوبغاړو د فنلنډ ټامپیري ښار یوه هوټل کې د جمعې پر ورځ پر یوې مېرمنې د جنسي تېري شکونه کېږي. کیوبا واليبال لوبډله د نړیوال لیګ سیالیو لپاره فنلنډ کې ده.

چارواکي وايي داسې ګومان ځکه کېږي، چې دغه لوبغاړي په ټاکلي مهال د نورو ملګرو په کتار کې نه وو.

په نیول شویو کسانو کې د لوبډلې کپتان هم شته، چې د یکشنبې په ورځ د پورتګال خلاف لوبې کې له ونډې بې برخې شو.

پولیس وايي د یوې مېرمنې له شکایت وروسته یې د لوبډلې درې غړي د شنبې پر ورځ او نور پنځه یې د یکشنبې پر ورځ ونیول.

د شکایت په اړه تر اوسه تفصیل نه دی ورکړل شوی. دا چې لوبغاړي به کله خوشي کېږي، په اړه به یې د روانې اونۍ اوږدو کې پرېکړه کېږي. ټاکل شوې وه، چې لوبډله به د دوشنبې پر ورځ خپل هېواد ته ستنېږي.

سره له دې چې د کیوبا یوازې اته لوبغاړي په لوبغالي کې و، خو د یکشنبې په ورځ یې د فنلنډ خلاف لوبه وګټله او له دې مخکې یې د شنبې په ورځ د فنلنډ‌ خلاف لوبه بایللې وه.

له دریو بریاوو او شپږو بایلودونو وروسته کیوبا لوبډله په دغو سیالیو کې نهم ځای لري. لوبډله به راتلونکې میاشت د برازیل ریو دې جنېرو اولپميک سیالیو کې هم برخه اخلي.