اېډنبرا کې لمر دی او دویمه کرېکټ لوبه کېدونکې ده

Image caption محمد شهزاد چې په ۲۵ توپونو ۲۶ منډې کړې وې وروسته وویل چې ده ته په لومړنیو شپږو اوورونو کې د تېزې لوبې ویل شوي دي.

اېډنبرا کې لمر دی او دویمه کرېکټ لوبه کېدونکې ده.

د سکاټلنډ او افغانستان ترمنځ د کرېکټ دویمه یوه ورځنۍ لوبه نن چارشنبه په اېډنبرا کې کېږي، لوبغاړي چمتو او هوا ښه ده.

د دوشنبې له باراني ورځې وروسته چې لومړنۍ لوبه یې د سکاټلنډ او افغانستان ترمنځ بې نتیجې پرېښوده، نن په هم هغه لوبغالي لمر دی او د دویمې لوبې د ترسره کېدا هیله ډېره ده.

دواړو لوبډلو غوښتل چې پرون سه شنبه تمرین وکړي. که څه هم باران نه و خو د دوشنبې په ورځ شوي باران لوبغالی دومره لوند کړی و چې تمرین ناممکن و. د افغانستان لوبغاړي د دوشنبې له لوبې وروسته لا ډاډه ښکاري.

لوبډلمشر اصغر ستانکزي د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره د خبرو پر وخت وویل، ډاډه دي چې له سکاټلنډ سره پر دې لوبغالي د ۲۳۰ منډو هدف هم وساتلی شي او سیاله غاړه پرېنږدي چې دومره منډې ترې وکړي.

د دوشنبې په ورځ یوازې ۴۷ اوورونه وشول چې په هغو کې افغانستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدا ۲۸۳ منډې کړې وې.

د انځور حقوق Cricket.af
Image caption دویمه لوبه په هغه پيچ نه کېږي چې د دوشنبې په ورځ لوبه پرې کېده.

محمد شهزاد چې په ۲۵ توپونو ۲۶ منډې کړې وې وروسته وویل چې ده ته په لومړنیو شپږو اوورونو کې د چټکې لوبې ویل شوي دي.

د سکاټلنډ کپتان مومېسن د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره د خبرو پر وخت بیا ویل چې پر دې لوبغالي ۳۰۰ منډې هم په اسانۍ پوره کېدای شي.

د اېډنبرا دغه لوبغالی تر ډېره د کابل کرېکټ لوبغالي ته ورته دی خو دلته د پېچ یوه لور ته پوله یا د باونډرۍ پړی نسبتآ نژدې دی او یوه لور ته لیرې.

خو دویمه لوبه په هغه پيچ نه کېږي چې د دوشنبې په ورځ لوبه پرې کېده.

دغسې ښايي تر دوشنبې د چارشنبې په لوبه کې دواړه غاړې پوله برابر واټن کې وي.

د دوشنبې پر ورځ پر پيچ یو څه واښه و خو نن پر پېچ واښه ډېر نه ښکاري ښايي منډه جوړولو ته ښه چمتو وي.

د پچې ګټل ښايي ډېر مهم وي. که افغان لوبډلې وګټله نو لومړی ښايي خپله منډو ته ملا وتړي.

هیله دا ده چې نن هم په افغان لوبډله کې کوم بدلون رانه شي ، د دې به معانا دا وي چې په دویمه پرله پسې لوبه کې به هم سمیع الله شینواری لوبه نه کوي.

د ده پر ځای راغلي رحمت شاه زرمتي د دوشنبې په ورځ ناسوځېدلې سلیزه کړې وه.

ممکنه افغان لوبډله: نور علي ځدراڼ شهزاد محمدي جاوید احمدي رحمت شاه زرمتی اصغر ستانکزی نجیب ځدراڼ محمد نبي میرویس اشرف راشد ارمان دولت ځدراڼ حمید حسن