برلسکوني اي سي مېلان فوټبال کلب پلورلی دی

د انځور حقوق AFP

د ایټالیا پخواني لومړي وزیر سلویو برلسکوني ویلي، اي سي میلان فوټبال کلب یې د چین یوې کمپنۍ ته پلورلی دی.

برلسکوني چې د سیري فوټبال لوبډلې څښتن هم دی، د سې شنبې په ورځ دغه اعلان وکړ.

د برلسکوني په خبره د چین کنسورشیم به راتلونکو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۴۰ میلیونه یورو ورکړي.

نوموړي د اي سي میلان پېرودونکو له نوم اخیستو پرته وویل، مېلان اوس د چین لور ته ځي.

بل لور ته د ایټالیا ځینو نورو خبري شبکو بیا ویلي، چې د هوکړې لپاره لا هم خبرې روانې دي.

پر ۷۹ کلن برلسکوني، چې څلور ځله یې د خپل هېواد د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې د مالیې غلا او رشوتونو تورونه لګېدلي.

رپوټونه وايي، د برلسکوني کورنۍ، چې د فېنن ویسټ کمپنۍ ملکیت لري، د چین یوه مهم پانګوال کنسورسیوم سره یې خبرې پیل کړې وې.

چینايي پانګوال د اي سي میلان کنترول له تر لاسه کولو مخکې غواړي ۸۰ سلنه برخه وپېري.

مېلان د اروپا له خورا بریالیو لوبډلو یوه بلله کېږي. پروسږکال نژدې وه، چې برلسکوني د مېلان ونډې د تایلنډ یوه کاروباري شخصیت ته وپلوري خو وروسته بېرته په شا شو.